لاس رسیدونکی لینک

امريکا ـ يمن کې د سعودي اتحاد ته د وسلې ورکولو عمل تېز کړی


اېچ ار ډبليو د نهې په ورځ وئيلي ، ياغي جنگيالو د يمن په جنوب کې د دوه مظاهرو په مهال د حساب نه زيات د طاقت استعمال کړی دی .

امريکا وئيلي ، چې يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد جگړه کې بوخت سعودي اتحاد ته د وسلي رسولو عمل تېزوي .

او مرستيال امريکايي خارجه وزير انټوني بلنکن د نهې په ورځ وئيلي ، چې امريکا د حوثي ياغيانو په ضد اتحاد سره استخباراتي معلومات شريکول هم زياتوي .

د صدرعبدالربو منصور د پلوي پوځ په ملاتړ د سعودي عرب او اتحاديانو لخوا يې د شيعه ياغيانو په ضد فضائي عمليات دوام لري .

د نهې په ورځ د بېن المللي ريډکراس کميټۍ وئيلي ، چې د دوايانو ډکه يوه الوتکه يې د يمن پلازمينه صنعا کې کوزه شوې ده .

ريډکراس خبر ورکړی چې په جنوبي ښار عدن کې تباه کن حالات روان دي ، او ريډکراس يو چارواکي ډومينيک سټيلرټ په ټويټر د رسېدو د پېغام ورکولو سره وئيلي دي چې په فضائي او سمندري لار د اجازت مېلاوېدو سره به په فوري توگه طبي مرستې ورسول شي .

د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه يمن کې د تېرو درېو اوونو په جگړه کې ۵۴۰ کسان وژل شوي او ۱۷۰۰ نور ژوبل شوي دي .

او د بشري حقونو د تحفظ نړېوالې ادارې هيومن رائټس واچ (اېچ ار ډبليو) د حوثي ياغيانو په مشرانو غږ کړی چې د هغې تورونو پلټنې وکړي چې ياغي جنگيالو د يمن په جنوب کې د دوه مظاهرو په مهال د حساب نه زيات د طاقت استعمال کړی دی .

اېچ ار ډبليو د نهې په ورځ وئيلي ، چې حوثي جنگيالو او حکومتي سيکيورټي فورسز په مظاهره چيانو ډزې کړي ، چا چې د حوثيانو په ضد مظاهره کوله . او په تعېز او التربا کې په مختلفو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او ۸۳ ژوبل شوي دي .

د بشري حقونو تنظيم د مظاهره چيانو او خبريالانو په ضد د طاقت استعمال او د هغويې په خپله مرضې د نيولو پله توجه راگرځولې ده .

XS
SM
MD
LG