لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په بحران خبرو لپاره دايران خارجه وزير اسلام اباد ته رسيږي


 دايران دبهرنو چارو دوزارت ترمخه ښاغلى ظريف به داومان څخه اسلام اباد ته رسيږي چرته چې هغه ديمن په بحران اؤ سيمه ييزو پرمختگونو دصلاح مشورو لپاره تللى ؤ.
دايران دبهرنو چارو دوزارت ترمخه ښاغلى ظريف به داومان څخه اسلام اباد ته رسيږي چرته چې هغه ديمن په بحران اؤ سيمه ييزو پرمختگونو دصلاح مشورو لپاره تللى ؤ.

دايران دبهرنو چارو وزير جاويد ظريف دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد په روانو عملياتو خبرو اترو لپاره په دوه ورځنۍ دوره دشورو په ورځ اسلام اباد ته رسيږي.

دايران دبهرنو چارو دوزارت ترمخه ښاغلى ظريف به داومان څخه اسلام اباد ته رسيږي چرته چې هغه ديمن په بحران اؤ سيمه ييزو پرمختگونو دصلاح مشورو لپاره تللى ؤ.

دايران دبهرنو چارو وزير به داسلام اباد په دغه سفر کې د يو٢٢ کسيز هيئت مشري کوي چې پکې مرستيال خارجه وزير ابراهيم رحيمپور اؤ نور چارواکي هم شامل وي.

ټاکل شوې ده اسلام اباد کې به ديمن دبحران ترڅنگ ښاغلى ظريف په پاک ايران اړيکو، په گډه پوله په شکمنه توگه پاکستان کې دميشتوؤ ډلو له لوري دايران په سيستان بلوچستان صوبه کې په کيدونکو بريدونو هم خبرې اترې کوي.

دگل په ورځ هم دپاکستان پولې ته نزدې دايران په سيستان بلوچستان صوبه کې دايراني چارواکو په قول دپاکستان څخه وراوښتو وسله والو جنگيالو٨ سرحدي ساتونکي وژلي وؤ اؤ بيرته پاکستان ته تښتيدلي وؤ.

دميډيا راپورونو کې ديو پاکستاني چارواکي له خُلې وئيل شوي دي چې دايران خارجه وزير پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره دليدنې لپاره هم خواست کړى دى.

سعودي عرب دريځ لري چې په يمن کې شيعه حوثي ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى خو تهران وائي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه کې يې کوم کردار نۀ دى ادا کړى اؤ هغوي هم دا معامله په پرامنه توگه هوارولو ته ليواله دي.

يمن کې تقريباً دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

خو پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG