لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شریف پارلیمنټ نه د سعودي عرب په فرمائش د رهنمائي غوښتنه کړې


 نوازشريف ديمن دشخړې په اړه وويل نورو هيوادونو سره دتماس نيولو هڅه کوي.
نوازشريف ديمن دشخړې په اړه وويل نورو هيوادونو سره دتماس نيولو هڅه کوي.

د یمن په صورتحال بحث دپاره د پارلیمنټ مشترکه غونډه ته وینا کې وزیراعظم نواز شریف وویل حکومت غواړي چې پارلیمنټ يي د یمن په اړه تگ لاره کې رهنمائي وکړي.

نواز شریف وویل سعودي عرب چې پاکستان نه د یمن صورتحال په هکله کومې غوښتنې کړې دي، غواړي چې پارلیمنټ پرې رائې ورکړي چې حکومت ته څه کول پکار دي.

وزیراعظم وویل نه غواړي چې د هغه څه خوښه ده هغه دې وشي بلکه غواړي چې پارلیمنټ يي رهنمائي وکړي.

یوه ورځ وړاندې، ددفاع وزیر خواجه اصف د پارلیمنټ غونډې ته ویلي وو چې سعودي عرب د پاکستان نه د مزکني، هوائي او سمندري پوځ غوښتنه کړې ده.

دسعودي عرب لخوا پاکستان ته ديمن جگړه کې دشامليدو دخواست وروستو تيره ورځ دراغوښتل شوي پاکستاني پارلمان گډه غونډه نن په دوهمه ورځ هم روانه وه چې پکې وزيرعظم نواز شريف دپارلمان په غړو غږ کړى چې ديمن دجگړې لړ کې دې دممکنه حکومتي کردار په اړه هغوي ته لارښوونه وکړي

يمن کې شيعه حوثي ياغيانو دپلازمينې صنعاء په گډون په مختلفو سيمو قبضه کړې اؤ دحکومت عملداري تقريباً ختمه شوې، حکومتي ځواکونو اؤ نورو قبائيلو سره دياغيانو دجگړو له امله يمن دخانه جنگۍ پشان صورتحال سره مخ دى.

سعودي عرب دريځ لري چې شيعه حوثي ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى خو تهران وائي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه کې يې کوم کردار نۀ دى ادا کړى اؤ هغوي هم دا معامله په پرامنه توگه هوارولو ته ليواله دي.

يمن کې تقريباً دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

دپارلمان گډې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وويل” لکه څنگه چې مشاهدالله صيب ديمن دشخړې په اړه وويل چې ايران ته دخپلې تگلارې په اړه پام پکار دى، ايا دا يوه سمه تگلاره ده، زۀ هيله کووم چې ايران به ددې وضاحت وکړي، هغوي وئيلي دي چې خارجه وزير محمد جاويد ظريف به پاکستان ته راځي“

نوازشريف ديمن دشخړې په اړه وويل نورو هيوادونو سره دتماس نيولو هڅه کوي.

وزيراعظم وويل” زۀ دا نۀ وايم چې تاسو( دپارلمان غړي) دې دحکومت دتگلارې په اساس پريکړه وکړئ بلکې تاسو حکومت ته لارښوونه وکړئ، مشران دې مونږ ته ووائي چې څه پکار دي، پاکستان ته څه رقم دريځ خپلول پکار دي، دا يوه لويه موقع ده، دټول قام سترگې دپارلمان په گډه غونډه دي، زۀ تاسو ته باور درکووم چې دا اسمبلي څه فيصله وکړي په هغې به بشپړ عمل درامد کولى شي“

نواز شريف وويل ديمن په اړه په پاليسۍ غور کول پکار دي، حکومت په خفيه توگه کومه پريکړه نۀ کوله بلکې دپارلمان گډه غونډه دتجويزونو غوښتو لپاره رابلل شوې اؤ ددې تجويزونو په رڼا کې به تگلاره جوړولى شي.

هغه وويل دترکي دصدر دسعودي دداخله وزير سره ليدنه شوې، دترک وزيراعظم سره دنورو خبرو وروستو به ګډه تګلاره جوړوؤ اؤ دايران خارجه وزير هم پاکستان ته راروان دى.

وزيراعظم وويل دسعودي عرب سلامتۍ ته دخطرې پيښيدو صورت کې به دفاع کولى شي.

قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه وويل دپارلمان غړي په دې اړه کومه تادي نۀ کوي چې ديمن په معامله دې هم نن پريکړه وشي اؤ زياته يې کړه هغوي غواړي چې دپاکستان اؤ ترکي وزيراعظمان ديمن دجګړې لپاره يو مناسب حل راوباسي.

له دې وړاندې سينيټر مشاهد حسين وويل چې ديمن شخړه يوه فرقه ييزه معامله نۀ ده بلکې دا دايران اؤ سعودي عرب ترمينځ دپردې ترشا جگړه ده.

مشاهد حسين وويل چې که چرې دسعودي عرب سيمه ييز سالميت ته خطره پيښه شوه نو پاکستان به ورسره اودريږي خو ددې ترڅنگ يې دا هم وويل چې پاکستان ته ديمن شخړه کې ورگډيدل نۀ دي پکار ځکه چې دا دپاکستان جنگ نۀ دى.

سينيټر مشاهد حسين وويل بايد هغوي په يمن کې داوربند، مذاکراتو اؤ بيا دسره انتخاباتو لپاره خپلو چيني ملگرو ته ووائي.

هغه وويل دا ستونزه يواځې دپاکستان نه بلکې دټول مسلمان امت ده.

هغه وويل ديمن جگړه يمن کې دقبائيلو ترمينځ داقتدار کشمکش دى اؤ زياته يې کړه چې ې له دې وړاندې هم په يمن کې دغه رقم جگړې رامينځته شوي دي.

مشاهد حسين وويل پاکستان اؤ سعودي عرب پخپل مينځ کې ښې اړيکې لري اؤ په تيرو وختونو کې دواړو هيوادونو ديو بل ملاتړ کړى دى.

هغه وويل چې دا مهال دسعودي عرب سيمه ييز سالميت ته هيڅ شان خطره نشته، دهغه وينا پرون ددفاع وزير وئيلي وؤ چې ١٧٠ لکه پاکستاني پوځيان هيواد کې دترهه گرۍ په ضد په جگړه بوخت دي.

مشاهد حسين وويل پاکستان په تير وخت کې داسلامي امت ديو والي لپاره دمشرۍ کردار ادا کړى، دايران اؤ سعودي عرب په يو والي کولو کې پاکستان مهم کردار ادا کړى اؤ پکار ده چې هغوي دجوړجاړي کردار ادا کړي نۀ چې ددوؤ اسلامي هيوادونو ترمينځ جګړې ته ورودانګي.

دعوامي نيشنل پارټۍ مهم مشر حاجي غلام احمدبلور وويل پاکستان ته پکار دي چې دحوثي ياغيانو په ضد جنگيدو لپاره يمن ته پوځونه ونۀ ليږي بلکې دجوړجاړي کردار ادا کړي اؤ زياته يې کړه چې” زما پوځ دکرايه سپاهيان نۀ دي“

غلام بلور وويل چې ديمن په لانجه کې دشامليدو په وجه به پاکستان کې فرقه ييز ويش رامينځته شي.

دجماعت اسلامى مشر سراج الحق هم وئيلي دي چې پاکستان ته په يمن کې دجوړجاړي کردار ادا کول پکار دي، هغه ديمن صورتحال ديوې لويې لوبې برخه وگرځوله اؤ وې وئيل چې ټول عرب هيوادونه په دغه تاؤتريخوالي کې سوزيږي.

دجماعت اسلامي مشر ديمن دشخړې دپرامنه هواري لپاره دپاکستان، ايران اؤ ترکي دهڅو ستائينه وکړه.

دنيشنل پارټۍ( اين پي) صدر حاصل بزنجو وويل پاکستان ته دائتلافي جوړيدو پځايې يمن کې دجوړجاړي کردار ادا کول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG