لاس رسیدونکی لینک

پاکستان سره په پوله جنگيالو٨ ايراني عسکر وژلي


” دپاکستان نه وسله وال ترهه گر ايران ته داخل شول اؤ دسرحدي ځواکونو سره يې نښته وکړه اؤ پاکستان ته بيرته دتيښتې څخه وړاندې يې ٨ عسکر ووژل“

دنهې په ورځ دايران سرکاري خبري ايجنسۍ ارنا خبر ورکړى چې دگاونډي هيواد پاکستان ته وراوښتو وسله والو جنگيالو سره نښته کې ٨ ايراني سرحدي ساتونکي وژل شوي دي.

خو پاکستان ددې حملې پخلى يا ترديد نۀ دى کړى.

دپاکستان پولې سره نزدې جنگيالو دغه ٨ ايراني سرحدي ساتونکي په داسې حال کې وژلي چې دايران دبهرنو چارو وزير يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ په روانو عملياتو خبرو اترو لپاره پاکستان ته دشورو په ورځ په ٨م اپريل رسيږي.

دسيستان بلوچستان صوبې مرستيال گورنر علي اصغر مرشيکاري يادې شوې خبري ايجنسۍ ته وئيلي” دپاکستان نه وسله وال ترهه گر ايران ته داخل شول اؤ دسرحدي ځواکونو سره يې نښته وکړه اؤ پاکستان ته بيرته دتيښتې څخه وړاندې يې ٨ عسکر ووژل“

دتندلارو لخوا په پوله دحملو پسر دپاکستان اؤ ايران ترمينځ له دې وړاندې هم اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار پاتې شوي دي.

دکال ٢٠١٣م داکتوبر مياشت کې دسنُي تندروه ډلې جيش العدل لخوا شوې يوه حمله کې ١٤ ساتونکي هم وژل شوي وؤ.

دغه ډلې تيرکال دفرورۍ په مياشت کې پينځه ايراني پوځيان نيولي وؤ اؤ په هغوي کې يې څلور وروستو داپريل په مياشت کې خوشې کړي وؤ خو پينځه عسکر اوس هم ورک دى اؤ اندازه لگول کيږي چې هغه مړ دى.

پاکستان اؤ ايران تيرکال دترهه گرۍ، مخدره موادو اؤ انسانانو دتښتولو په ضد دخپل مينځي مرستې په سيوا کولو اتفاق کړى.

ددواړو ملکونو ترمينځ تقريباً ٩ سوه کلو ميټره اوږده پوله موقعيت لري اؤ اکثره دمخدره موادو دسمگلرانو اؤ جرائم پيشه عناصرو دپاکستان اؤ ايران دامنيتي ځواکونو سره نښتې کيږي.

په دغه سرحدي سيمه کې ځينې کالعدم تنظيمونه هم فعاله دي.

XS
SM
MD
LG