لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دقتل دوه نور مجرمان تيزندي کړل شوي


 دساهيوال په سنټرل جيل کې دنهې په سحر دمرگ دسزا موندونکي بندي محمد جعفر تيزندي کړى شوى
دساهيوال په سنټرل جيل کې دنهې په سحر دمرگ دسزا موندونکي بندي محمد جعفر تيزندي کړى شوى

دپاکستان دپنجاب صوبې دلاهور اؤ ساهيوال په جيلونو کې دنهې په سحر دقتل دوه مجرمان تيزندي کړى شوي دي.

دساهيوال په سنټرل جيل کې دنهې په سحر دمرگ دسزا موندونکي بندي محمد جعفر تيزندي کړى شوى، جعفر په کال ١٩٩٧ء کې ددوؤ کسانو دوژلو قصوروار گرځول شوى ؤ، هغه دخپلې کورنۍ دوه کسان خليل اؤ سعديه دځمکې په لانجه وژلي وؤ، مجرم ته په کال ٢٠٠٠ء کې ديو ايډيشنل سيشن جج لخوا دمرگ سزا اورول شوې وه.

دهغه دنظرثانۍ خواستونه داعلي عدالتونو له لوري رد شوي وؤ اؤ دهاغه وخت صدر يې دکال ٢٠١٢م دمئ په مياشت کې درحم اپيل هم مسترد کړى ؤ.

همدغه شان دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې دمرگ سزا موندونکى مجرم طيب هم نن تيزندي کړى شوى دى، دتيزندي کولو څخه دمخه مجرم ته دخپلې کورنۍ غړو سره دليدنې اجازه ورکړل شوې وه.

طيب چې داوکاړه ضلعې اوسيدونکى دى، هغه په کال ٢٠٠٠ء کې ابرار نومې تن دجگړې په مهال په ډزو سره وژلى ؤ.

دقتل دجرم په ثابتيدو طيب ته سيشن کورټ دمرگ سزا اورولې وه اؤ تيرو ورځو کې دمجرم دتيزندۍ په سزا دعمل درامد لپاره دعدالت له لوري ډيتهـ وارنټ جاري کړل شوى ؤ.

دپاکستان مرکزي حکومت په ١٧م دسمبر،٢٠١٤م کې په ابتدائي توگه هيواد کې يواځې دترهه گرۍ کيسونو کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو بحال کړى ؤ، خو وروستو حکومت دمرگ دسزا موندونکو ټولو مجرمانو په سزا عمل درامد بحال کړو.

په ١٦م دسمبر پيښور کې په سکول دحملې ترسره کيدو څخه راپديخوا دپاکستان مختلفو جيلونو کې تر دې مهاله خواؤشا ٦٠ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG