د افغانستان پلازمينې کابل صوبې په قره باغ ضلع کې د پولیسو په يو گاډي شوې چاودنې په نتيجه کې شپږ پولیس وژل شوي دي .
د راپورونه ترمخه دغه پېښه نن د گل په ورځ د غرمې نه وړاندې د قره باغ ضلعې په سبزسنگ سيمه کې رامنځته شوې ده ، او چارواکو وئيلي ، چې د پوليس گاډی په سيمه کې په گشت (گزمه) ؤ او د سړک غاړی ښخ بم پرې چاؤدلی دی .
د قره باغ اولسوال عبدالواسع رسنيو ته وئيلي ، پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي . نوموړي وئيلي پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي
راپورونه وايي طالبانو د پېښې زمه واري په غاړه اخيستې ده .
د کورونو چارو وزارت وئيلي ، حکومت مخالفه وسله وال ترهگر توان لري ، چې د امنيتي ځواکونو مخامخ راشي ځکه په لارو کې مائينونه ښخوي او چاؤدنې کوي چې زياتره يې ملکې وگړي ښکار کيږي .