لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: د يمن په اړه د پارليمان گډه غونډه کيږي


د اپوزيشن ډلو لخوا غوښتنه شوې وه چې حکومت دې سعودي عرب ته د پوځ لېږلو په اړه د پارليمان گډه غونډه او ټول گونديز کانفرنس راوبلي .

په يمن کې روانه خانه جنگۍ او هلته د شيعه حوثي ياغيانو په ضد د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو لخوا د فضائي حملو او په دغې لړ کې د پاکستان د کردار په سر نن د پارليمان گډه غونډه کيږي .

راپورونه وايي په دغه غونډه کې به د نوازشريف حکومت پرېکړه کوي ، چې د يمن جگړه کې د سعودي عرب د مرستې دپاره خپل پوځ ليږي يا نه ليږي ، او په دغې اړه به د پارليمان گډه غونډه کې بحث کيږي ، او پارليمان به پرې په اعتماد کې اخيستلی شي .

د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو لخوا په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو په ضد ۲۶م مارچ باندې د فضائي حملو پېل کېدو نه پس د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د پوځي لوړ پوړو چارواکو سره يوه غونډه شوې وه ، او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې سعودي عرب ته راپېښې هرې خطرې ته به پاکستان په کلکه ځواب ورکوي .

او د يمن جنگ کې سعودي عرب ته د پاکستان د پوځ لېږلو په اړه وئيل شوي وو ، چې سعودي عرب ته به يو لوړ پوړی پلاوی ليږي او د پلاوي واپس راتگ نه وروستو به په دغې اړه پرېکړه کولی شي .

د اپوزيشن ډلو لخوا غوښتنه شوې وه چې حکومت دې سعودي عرب ته د پوځ لېږلو په اړه د پارليمان گډه غونډه او ټول گونديز کانفرنس راوبلي .

د تېرې نهې په ورځ د پاکستان د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی د سعودي عرب په سفر تلی ؤ او سعودي عرب ته د روانيدو څخه وړاندې خواجه اصف ميډيا سره خبرو کې وئيلي ؤ ، کومه پريکړه به د هيواد د گټو په نظر کې نيولو سره کولى شي .

راپورونه وايي خواجه اصف به نن د پارليمان گډې غونډې ته د سعودي عرب د سفر او هلته د چارواکو سره د شوؤ خبرو اترو احوال وړاندې کوي .

د زيارت په ورځ وزيراعظم نوازشريف صدر ممنون حسېن ته په منځني ختيز کې روانو حالاتو باندې د بحث دپاره د پارليمان د گډې غونډې رابللو خواست کړی ؤ .

او د جمعې په ورځ يې د ترکې يوه ورځنۍ دوره کړې وه ، او هلته يې د ترکي وزيراعظم احمدداؤد اوغلو او صدر رجب طيب اردگان سره د منځني ختيز او يمن د حالاتو په اړه خبرې اترې کړې وې .

د پاکستان زياتره سياسي ډلې او څيړونکې وايي پاکستان دې په پردې جنگ کې نه وردانگي ، ځکه چې په تېرو وختونو کې دغه رنگ پرېکړو خپله پاکستان باندې بدې اغېزې کړي دي .

او سياسي ډلې نظر لري چې د يمن جگړه د سعودي عرب او ايران ترمينځ روانه جگړه ده ، نو پاکستان دې په پردۍ جگړه کې ځان نه ښکېل کوي ، گنې په نتيجه کې به يې په ملک کې دننه اړی گړی او فساد راولاړ شي .

د يمن او منځني ختيز حالاتو په اړه د پارليمان په ننۍ گډه غونډه کې يوه مهمه خبره دا ده چې تحريک انصاف ډله د اووه مياشتو بهر پاتې کېدو وروستو بيرته د پارليمان غونډه کې گډون کوي .

XS
SM
MD
LG