لاس رسیدونکی لینک

روس او رېډکراس د يمن جنگ کې د وقفې خواست کړی


په جنېوا کې د بېن المللي ريډکراس کميټۍ هم په فوري توگه په جنگ کې د دمې غوښتنه کړې ده

روس او رېډکراس په سعودي عرب غږ کړی چې يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد پوځي عملياتو کې وقفه وکړي ، ځکه چې هلته ملکي وگړو ته مرستې ورسول شي او بهرنيان راوويستل شي .

د روس دغه خواست د خالي په ورځ د ماسکو لخوا راغوښتل شوې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وړاندې شوی دی . د روس لخوا په وړاندې شوي خواست کې غوښتنه شوې چې د سعودي عرب په مشرۍ د سني اتحاد د شيعه ياغيانو سره جگړه کې دې فضائي حملو کې وقفه وکړی شي .

په ملگرو ملتونو کې د اردن سفير ديناکاور وئيلي چې د امنيت شورا غړي هيله لري چې د روس لخوا وړاندې کړی شوي قرارداد باندې به د گل په ورځ فيصله وشي .

په جنېوا کې د بېن المللي ريډکراس کميټۍ هم په فوري توگه په جنگ کې د دمې غوښتنه کړې او وئيلي يي دي د هغويې د مرستو رسد ودرېدلی دی .

د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو د اتحاد لخوا د ېوې اوونۍ راهسې په يمن کې د حوثي شيعه ياغيانو په ضد فضائي بمباري روانه ده ، حوثي ياغيانو د يمن زياتې برخې په ولقه کې اخيستې دي . او د خالي په ورځ هم د يمن په پلازمينه صنعا کې حملې روانې وې .

ملگرو ملتونو کې د روس ډپټي کمشنر ولاديمير سېفرونکوف وئيلي ، چې پوځي عملياتو کې د وقفې سره به د يمن نه د سفارت کارو او ملکي وگړو په حفاظت سره ويستو کې مرستې ترلاسه شي .

ملگرو ملتونو کې د برطانيي مرستيال سفير پيټر ولسن د عامو وگړو په وژنه د افسوس څرگندونه کړې ، خو وئيلي يي دي برطانيه به د عرب اتحاد ملاتړ دوامداره ساتي . هغه وئيلي يمن کې د شيعه ياغيانو په ضد فضائي عمليات تېره اوونۍ د يمن صدر عبدالربومنصورهادي د باضابطه خواست وروستو پېل شوي دي .

د ولسن په وينا مونږ دغه ځايې ته ځکه ورسېدو چې حوثيانو بيا بيا د جنگ بندۍ خلاف ورزي کوله پوځي عمليات يې کول او د سياسي خبرو په ځايې يې د طاقت استعمال پېل کړو ، هغه زياته کړه چې د دغې شخړې نه د وتلو يواځينۍ لار د برابرۍ په بنياد حقيقي سياسي مذاکرات دي ، نه چې طاقت وکارول شي .

په جنېوا کې د بېن المللي ريډکراس کميټۍ وئيلي چې د دوايانو او مرستو رسولو درې جهازونه يي يمن ته د رسېدو په هڅه کې په انتظار ولاړ دي ، باوجود د دې چې اتحاد ته يې خواست کړی چا سره چې فضائي حدود او بندر په ولقه کې دي .

ريډکراس وئيلي جنگ مرستي ودرولي او د يمن د جنوبي ښار عدن اوسېدونکو ورته د خالي په ورځ وئيلي چې د دوه ورځو نه ورته بجلي او اوبه نشته .

او د ريډکراس (ائي سي ارسي) د منځني ختيز وياندې ستاره جبين وايس اف امريکا ته وئيلي ، چې دويې هيله لري چې د انساني بنيادونو څه اثرات به مخې ته راشي .

ستاره جبين وئيلي دويې د تلو اشارې ته په طمع دي او دويې هلته د ۴۸ ټنو نه زياتې دوايانې لېږي ځکه چې هلته د دوايانو ضرورت دی نوموړې وئيلي چې دويې به څلور ډاکټران هم ليږي .

ريډکراس د يمن حالات سنگين گرځولي ، او وئيلي يي دي هلته خلک د تېلو ، خوراک او اوبو د کمي سره مخ دي . وياندې وئيلي چې ۴۸ټنه دوايانې او د اپرېشنو الات به د دوه نه تر درې زره کسانو دپاره پوره وي ، او ائي سي ار سي ټېنټونه او جرنېټرې هم ليږي ، هغې وئيلي چې جنېوا او اردن کې يې جهازونه تلو ته تيار ولاړ دي .

د ملگرو ملتونو د شمېرې ترمخه يمن کې په تېرو دوه اوونو کې ۵۱۹ کسان وژل شوي او نزدې ۱۷۰۰ نور ژوبل شوي دي ، خو دا نه معلومه چې په وژل شوؤ کې څومره جنگيالي شامل دي .

بل لور ته د امريکې محکمه داخله خپلو ملکي وگړو ته د يمن د سفر نه کولو خبرداری جاري کړی دی ، ځکه چې هلته د امنيت مسله راپېښه ده .

XS
SM
MD
LG