لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې لمړى خپل هيواد ته وگوري بيا دې دنورو مرسته وکړي،زرداري


 موجوده صورتحال کې داسلامي هيوادونو پخپلو کې دجنگولو سره دکمزوري کولو کوشش روان دى
موجوده صورتحال کې داسلامي هيوادونو پخپلو کې دجنگولو سره دکمزوري کولو کوشش روان دى

دپاکستان پيپلز پارټۍ مشر اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې افغانستان اؤ پاکستان کې وينه بهيږي ځکه نو حکومت دې لمړى خپل هيواد ته وگوري اؤ بيا دې دنورو دمرستې لړ کې فيصله وکړي.

دپاکستان پخواني صدر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوې غونډې )چې پکې دپاکستان ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو هم برخه اخستې وه) کې پريکړه شوې وه چې ديمن په صورتحال دخبرو اترو لپاره به په ٦م اپريل دپارلمان گډه غونډه رابللى شي.

يمن کې تيره اوونۍ دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

دپيپلز پارټۍ دباني مشر اؤپاکستان دپخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو دکليزې په موقع نوډيرو کې يوې جلسې ته دوينا په مهال اصف زرداري وويل چې په موجوده صورتحال کې داسلامي هيوادونو پخپلو کې دجنگولو سره دکمزوري کولو کوشش روان دى.

زرداري وويل ديمن په معامله دسعودي عرب سره دعسکري مرستې پريکړه دټولو سياسي گوندونو سره پخپل مينځي مشورې سره پکار ده.

هغه وويل مونږ ته خپل ځان ته په زيان رسولو سره دنورو اسلامي هيوادونو مرسته نۀ ده پکار اصف زرداري وويل مونږ ته دومره مرسته کول پکار دي څومره چې زغملى شو

هغه وويل کوم هيواد دې دبل اسلامي هيواد پولو ته زيان نۀ رسوي اؤ نۀ دې هم دکوم هيواد سره امرانه رويه ساتي

پخواني صدر وويل حکومت دې يمن ته دپوځونو ليږلو په اړه يو اړخيزه پريکړه نۀ کوي.

هغه وويل په تير وخت کې دنورو لخوا لگيدلى اور زمونږ تر کوره رارسيدلى ، هغه وويل دنورو مرسته دې تر هاغه حده وشي چې کيدى شي.

پخواني صدر دمئ ٢٠١٣م عامو انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ تحقيقاتو لپاره دجوډيشل کميشن دجوړيدو په لوظنامه عمران خان ته مبارکي ورکړې خو وې وئيل چې يواځې دا کافي نۀ ده، عمران خان دې پارليمنټ ته راشي اؤ دهغوي سره دې داليکشن کميشن دخپلواکه کولو لپاره کردار ادا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG