لاس رسیدونکی لینک

جنوبي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


” دوؤ اهلکارو دپوځيانو دنقل وحرکت لپاره لاره پاکوله چې په دغه مهال کورنى جوړ شوى بم وچاؤديدو اؤ دغه دواړه اهلکار يې ووژل“

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دبمونو ناکاره کوونکي دوه اهلکار وژل شوي دي.

يو لوړپوړي امنيتي چارواکي ددغه پيښې په اړه خبري ادارې اى ايف پي ته وويل” دوؤ اهلکارو دپوځيانو دنقل وحرکت لپاره لاره پاکوله چې په دغه مهال کورنى جوړ شوى بم وچاؤديدو اؤ دغه دواړه اهلکار يې ووژل“

دپاکستان دنورو قبائيلي سيمو پشان جنوبي وزيرستان هم تر کلونو دالقاعده، طالبانو، ازبک اؤ نورو ډلو سره دتعلق لرونکو جنگيالو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې ده اؤ واشنگټن په تيرو وختونو کې په اسلام اباد غږ کړى چې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه دې دترهه گرو هاغه محفوظې ځالې ختمې کړي چې دامريکائي اؤ افغان چارواکو په وينا افغانستان کې دنيټو په ځواکونو دحملو لپاره استعمال شوي.

سيمې څخه دترهه گرو دپاکولو لپاره دپاکستان پوځ په لويه پيمانه عمليات کړي اؤ پکې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو ادعاوې کړي خو قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه ددغسې ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG