لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په حالاتو د سلامتي کونسل بېړنۍ غونډه کيږي


يمن کې په روانه جگړه کې د عامو وگړو په وژنه ملگرو ملتونو اندېښنې څرگندې کړي دي
يمن کې په روانه جگړه کې د عامو وگړو په وژنه ملگرو ملتونو اندېښنې څرگندې کړي دي

يمن کې په روانو حالاتو د بحث دپاره د خالي په ورځ د ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل بېړنۍ غونډه کيږي . دغه غونډه چې د روس په خواست رابلل شوې ده پکې د انساني خواخوږۍ په اساس يمن کې د سعودي عرب په مشرۍ روانو فضايي عملياتو کې د دمې د غوښتنې وئيل شوي دي .

يمن کې تېر کال شيعه حوثي ياغيانو په پلازمينه صنعا قبضه اچولې وه ، او په دغه ملک کې قبائيل د يو نوي پُرتشدده قوت په توگه مخې ته راغلي او د ملک د مختلفو برخو د قبضه کولو دپاره يې مخ په وړاندې تگ پېل کړی دی .

يمن کې د حکومت عملدارې چې نزدې په ختمېدو ده ، او راپورونه وايي صدر عبدالربو منصور هادي د وړومبۍ نه اول د صنعا او بيا د عدن نه سعودي عرب ته منتقل شوی دی .

سعودي عرب د تېرې مياشتې په وروستيو کې د خپلو خليجي عرب اتحادي هېوادونو سره په گډه د حوثي ياغيانو په ضد يمن کې فضائي عمليات پېل کړي ، او د ملگرو ملتونو ترمخه په دغې جنگ کې تر اوسه پورې لږ ترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي چې زياتره پکې عام ملکي وگړي دي .

د ملگرو ملتونو د روس د مشن خيال دی چې په ۱۵ غړو مشتمل کونسل به غونډه کې "د اتحاديانو لخوا يمن کې د انساني خواخوږۍ په بنياد د فضائي عملياتو ودرولو په معامله خبرې اترې کوي" .

يمن کې په روانه جگړه کې د عامو وگړو په وژنه ملگرو ملتونو اندېښنې څرگندې کړي ، او چارواکي يي وايي تراوسه پورې د ۶۰ نه زيات ماشومان هم په دغې جگړه کې وژل شوي دي .

سعودي عرب يمن کې د ياغيانو په ضد روانو عملياتو کې د ملگرتيا دپاره د څو نورو ملکونو سره تماس نيولی ، او په دغې لړ کې تېره اوونۍ د عرب هېوادونو د تنظيم عرب ليگ په غونډه کې د گډعرب فورس جوړولو په خبره اتفاق هم شوی ؤ .

دغه گډفورس به لږ ترلږه په ۴۰زره سرتېرو مشتمل وي او د جنگي الوتکو ، سمندري بېړو او توپونو مرسته به ورته حاصله وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG