لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران د جوهري تړون په جذياتو اتفاق شوی


صدراوباما وئيلي که چرته په رښتيا دا تړون عملي کيږي نو د ايران د جوهري وسلو ټولې لارې به وتړل شي .
صدراوباما وئيلي که چرته په رښتيا دا تړون عملي کيږي نو د ايران د جوهري وسلو ټولې لارې به وتړل شي .

د امريکې صدرباراک اوباما د ايران سره د جوهري تړون په جذياتو اتفاق کېدو ته تاريخي پرمختگ وئيلی ، او زياته کړي يې ده چې که چرته په دې تړون پوره عمل کيږي نو نړۍ به محفوظ او د تهران د بم جوړولو لار به بنده شي .

د زيارت په ورځ د ايران او نړۍ د شپږو غټو طاقتونو (امريکې، برطانيي، فرانس، چين، روس، اوجرمني) د سويټزرلېنډ په لوزان ښار کې د اته ؤ ورځو د اوږدو خبرو وروستو د تړون په جذياتو اتفاق شوی ، د کوم لاندې به چې د جون په ۳۰م اخرنی تړون وشي .

د سپينې ماڼۍ نه په وينا کې صدر اوباما وئيلي دغې تړون ته د خپلو مقصدونو ښه سودا وئيلي ده "دا فرېم ورک (جذيات) به د ايران جوهري وسلو پله د وړاندې تگ ټولې لارې وتړي ، ايران به په دې په سختۍ سره پابند وي" .

راپورونه وايي ايران کې هم دغه تړون ستائيل شوی او خلکو پرې خوشحالۍ کړي دي .

بل لور ته د راپورونو ترمخه د امريکې صدرباراک اوباما د ايران سره د جوهري تړون د جذياتو د اتفاق وروستو د اسرائيل وزيراعظم نېتن ياهو ته وئيلي ، چې تهران د جوهري وسلو جوړولو نه په ډډه پاتې کولو دپاره دا مهم پرمختگ دی ، ولې نېتن ياهو دا د اسرائيل د بقا دپاره خطره گرځولې ده .

او صدر اوباما سره په خبرو کې اسرائيلي وزيراعظم د دې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .

د خبرو وروستو يو بيان کې نېتن ياهو وئيلي ، چې د دغې تړون سره به د ايران جوهري پروگرام جائز وگرځي ، دايران اقتصاد به وده وکړي او په ټول منځني ختيز کې د هغې نه هم په وړاندې به د ايران ويره او جارحيت زيات شي .

د هغه په وينا سيمه کې به د ايټم خورېدل او د خطرناک جنگ خطرې هم زياتې شي .

نېتن ياهو د جوهري تړون په جذياتو د يو کېدو په اړه د خبرو اترو دپاره د جمعې په ورځ د سيکيورټي کابينې غونډه هم بللې ده .

په دغې جذياتو اتفاق کېدل په غټه کچه ستائيل کيږي ، او صدراوباما وئيلي که چرته په رښتيا دا تړون عملي کيږي نو د ايران د جوهري وسلو ټولې لارې به وتړل شي .

نوموړي وئيلي که چرته ايران د دهوکې ورکولو هڅه وکړه نو نړۍ به ترې خبر شي .

د دغه تړون په نتيجه کې به په ايران د امريکې او ملگرو ملتونو د سلامتي کونسل لخوا لگېدلي بندېزونه پورته کړې شي .

د تړون د جذياتو ترمخه به ايران خپل سينټري فيوجز کې د کمي کولو سره د ذخيره کړو افزوده يورينيئمو مقدار هم کموي . او نړېوال معائنه کار به د ايران ټول جوهري تنصيبات په باقاعدگۍ سره گوري .

ايران وايي جوهري پروگرام يې د پُرامنه مقصدونو دپاره دی، ولې غرب د ايران دغې دريز ته د شک په نظر گوري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG