لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن په بحران خبرو لپاره نوازشريف ترکي ته روان شوى


امروز در تاریخ: امروز تولد ۸۸ سالگی میکی ماوس است. این عکس در سال ۱۹۸۸ و در تولد ۶۰ سالگی این شخصیت محبوب در دیزنی لند فلوریدا گرفته شده است.
امروز در تاریخ: امروز تولد ۸۸ سالگی میکی ماوس است. این عکس در سال ۱۹۸۸ و در تولد ۶۰ سالگی این شخصیت محبوب در دیزنی لند فلوریدا گرفته شده است.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دجمعې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره ترکي ته روان شوى اؤ ټاکل شوې هغه به دترکي مشرانو سره دمينځني ختيز اؤ يمن په صورتحال خبرې اترې کوي.

وزيراعظم نواز شريف به ددغه سفر په مهال خپل ترک سيال احمد داؤد اوغلو اؤ صدر رجب طيب اردگان سره ليدنې کوي اؤ ورسره به ديمن په وضعيت بحث کوي.

دروانيدو څخه دمخه خپل يو بيان کې نواز شريف وئيلي دي چې داسلامي امت ديووالي لپاره پاکستان ديمن دشخړې په پرامنه هواري باور لري.

هغه هيله څرگنده کړې ده چې دسنجيده سفارتي هڅو سره مينځني ختيز کې دامنيت ټينگښت کې مرسته ترلاسه کيدى شي.

وزيراعظم سره دترکي په دې سفر کې دقومي اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز، خارجه ځانگړى مرستيال طارف فاطمي اؤ دبهرنو چارو سکتر اعزاز احمدچوهدري هم ملگري دي.

يمن کې تيره اوونۍ دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

په دغه معامله دصلاح مشورې لپاره تيره ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې پريکړه شوې وه چې په شپږم اپريل به دپارليمان گډه غونډه رابللى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG