لاس رسیدونکی لینک

خوست : ځانمرگي بريد کې ١٧ کسان وژل شوي،٥٠ ژوبل


دافغانستان يو قانون ساز همايون همايون هم دې حمله کې ژوبل شوى

افغان چارواکي وائي چې دافغانستان په ختيز ولايت خوست کې دزيارت په ورځ دبدعنوانۍ په ضد ديو احتجاج په مهال ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي اؤ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

په داسې حال کې چې د٢٠١٤م په پاې کې افغانستان کې زياترو بهرني جنگي ځواکونو خپل مشن پاې ته ورسولو افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلى ، دملگرو ملتونو ترمخه تيرکال د١٠ؤ زرو څخه زياتو اولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې.

دخوست دپوليسو مشر فيض الله غيرت وينا ده چې نن يو خودکش ځان داحتجاج کوونکو په مينځ کې الوځولى دى.

دافغانستان يو قانون ساز همايون همايون هم دې حمله کې ژوبل شوى، دمدني ټولنې فعاله غړو اؤ ځينو قانون سازانو دپاکستان دپولې سره نزدې خوست ولايت کې دحکومت خلاف دتيرې اوونۍ راهسې ددغو مظاهرو مشري کوله.

بل لوري ته هلمند ولايت کې هم دسړک په غاړه دښخ کړل شوي يو بم دچاؤدنې له امله يو ضلعي پوليس مشر وژل شوى دى.

دسيمه ييزو چارواکو ترمخه حکمت الله اکمل دزيارت په ورځ گريشک اولسوالۍ کې سحر مهال دطالبانو دحملې دمقام په لوري روان ؤ چې دهغه گاډى ددغه حملې ښکار شو.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه حملې سره دلاتعلقۍ څرگندنه کړې اؤ بلې کومې ډلې تر دې مهاله ددې حملې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.

XS
SM
MD
LG