لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: دمشرف دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري


 دزيارت په ورځ دمقامي عدالت ايډيشنل جج واجدعلي دغازي عبدالرشيد قتل دکيس اورينه وکړه
دزيارت په ورځ دمقامي عدالت ايډيشنل جج واجدعلي دغازي عبدالرشيد قتل دکيس اورينه وکړه

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يو مقامي عدالت دلال جومات دپخواني مرستيال خطيب غازي عبدالرشيد دقتل مقدمه کې دپخواني پوځي واکمن جنرل(ر) پرويز مشرف حاضرۍ څخه داستثنا خواست رد کړى اؤ دهغه دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړى دى.

کال ٢٠٠٧م کې داسلام اباد په لال جومات کې شوي پوځي اپريشن کې دجومات مرستيال خطيب مولانا غازي عبدالرشيد وژل شوى ؤ اؤ په دغه مهال پرويز مشرف دپاکستان پوځي صدر ؤ.

داسلام اباد هائيکورټ جولا ئي ٢٠١٣م کې داسلام اباد پوليسو ته امر کړى ؤ چې که ٢٠٠٧م کې دترسره شوي پوځي اپريشن په اړه دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد کوم جرم ثابتيږي نو دهغه خلاف دې مقدمه درج کړى شي.

لال جومات اؤ پيوست جامعه حفصه کې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ، دهاغه وخت حکومت دريځ لرلو چې جومات کې تندلارو پناه اخستې وه اؤ دقانون عملداري يې نۀ منله.

دزيارت په ورځ دمقامي عدالت ايډيشنل جج واجدعلي دغازي عبدالرشيد قتل دکيس اورينه وکړه، داوريدنې په مهال دپخواني صدر وکيل ملک طاهر عدالت ته دپرويز مشرف حاضرۍ څخه داستثنا دخواست کولو په مهال وويل دهغه دموکل دطبي معائنې لپاره ميډيکل بورډ جوړ کړى شوى دى ځکه نو عدالت ته خواست کولى شي چې ترڅو دبورډ راپور نۀ وي راغلى هغه ته دې دپيش کيدو څخه استثنا ورکړى شي.

په دې عدالت وويل دکله راهسې چې دمقدمې اوريدنه پيل شوه دهاغه وخت راهسې دديرشو څخه زياتې اوريدنې شوي خو ديوې اوريدنې په مهال هم ملزم عدالت ته نۀ دى وړاندې شوى.

عدالت دفريقينو ددليونو اوريدو څخه وروستو حاضرۍ څخه دپرويز مشرف داستثنا خواست رد کړو اؤ دهغه دنيولو دناقابل ضمانت وارنټ جاري کولو په مهال يې پوليسو ته امر وکړو چې ملزم دې ٢٧م اپريل پورې عدالت ته وړاندې کړى شي، دزيارت په ورځ عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو دپرويز مشرف ضمانتي مچلکې هم ضبط کړى شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG