لاس رسیدونکی لینک

ديمن په صورتحال په ٦م اپريل دپارلمان دگډې غونډې رابللو پريکړه


غونډه کې دپاکستان ددريواړو وسله والو پوځونو مشران هم

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دزيارت په ورځ دهيواد صدر ممنون حسين ته خواست کړى چې دمينځني ختيز په صورتحال دتفصيلي بحث لپاره دې په شپږم اپريل دپارليمان گډه غونډه راوبلي.

دسعودي په مشرۍ کې دائتلافي هيوادونو لخوا يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دفضائي کارروائيو څخه وروستو درامينځته شوي صورتحال دجاج اخستو لپاره دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دزيارت په ورځ دلوړې کچې يوه غونډه کې په شپږم اپريل دپارليمان دگډې غونډې رابللو پريکړه شوې ده.

غونډه کې دپاکستان ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو هم گډون کړى دى.

دغونډې څخه وروستو جاري شوي بيان کې وئيل شو يدي چې غونډه يمن کې دغيررياستي عناصرو لخوا دجائز حکومت دلرې کولو دکارروائيو په سختۍ سره غندنه کوي اؤ په په جگړه په بوختو ډلو دټولو معامله په پرامنه ډول دهوارولو غږ شوى.

وزيراعظم امر کړى چې يمن کې دگيرو پاکستانيانو تر راويستو دې هلې ځلې دوامداره وساتلى شي.

نواز شريف ديمن دبحران دپرامنه هواري اؤ داسلامي امت ديووالي په ضرورت زور راوړى.

وزيراعظم وئيلي دي چې دې معامله کې به ټولې پريکړې دپاکستاني اولس دخواهشاتو مطابق کولى شي.

دغونډې برخه والو په ډاگه کړې چې پاکستان دسعودي عرب دسلامتۍ بشپړ ملاتړ کوي خو هغوي په دې خبره زور راوړى چې ديمن بحران په پرامنه ډول هوارول پکار دي.

پاکستاني وزيراعظم وويل چې ديمن بحران زر تر زره دسفارتکارۍ اؤ مذاکراتو له لارې هواريدل پکار دي.

نواز شريف وويل دموجوده بحران دهواري راويستو لپاره هغه داسلامي نړۍ مشرانو سره رابطه کې دى اؤ دې لړ کې کومې غوڅې فيصلې ته درسيدو لپاره به سياسي مشرانو سره هم صلاح مشورې کولى شي.

ددفاع وزير خواجه اصف په مشرۍ کې دسعودي عرب ددورې کولو وروستوهيواد ته ستون شوي پاکستاني هيئت ددغه غونډې برخه والو ته تفصيلي راپور هم وړاندې کړى دى.

خواجه اصف پاکستان ته په ستنيدو خپل يو بيان کې وئيلي دي چې دسعودي عرب ددفاع دوزير سره دليدنې څخه وروستوپاکستاني هيئت ته ديمن په لانجه اؤ دسعودي حکومت دتحفظاتو په غوره انداز کې پوهيدو کې مرسته ترلاسه شوې ده.

له دې وړاندې يمن کې دحوثي شيعه ياغيانو په ضد کارروايۍ لپاره جوړ شوي ائتلاف کې شامليدو لپاره دسعودي عرب حکومت پاکستان سره رابطه کړې وه.

پاکستاني چارواکي وائي دغه جگړې لپاره دپوځونو ليږلو په اړه تردې مهاله کومه پريکړه نۀ ده شوې خو که دسعودي عرب سيمه ييز سالميت ته خطره راولاړه شوه نو هغوي به يې دفاع کوي.

دحزب اختلاف دلويې گوند پيپلز پارټۍ په مشرۍ کې دزيارت په ورځ دپينځوؤ سياسي گوندونو يوه غونډه هم ترسره شوې چې پکې چې پکې ديمن په صورتحال اؤ په سيمه اؤ پاکستان ددې دممکنه اغيزو په اړه دانديښنو څرگندونه شوې ده.

غونډه کې غوښتنه شوې ده چې حکومت دې په فوري توگه ټول گونديز کانفرنس اؤ دپارليمان گډه غونډه راوبلي اؤ په ټول صورتحال دې قام باور کې واخلي.

دپيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دغونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې وويل دا مهال ديمن اؤ سيمې صورتحال دانديښنې وړ دى.

XS
SM
MD
LG