لاس رسیدونکی لینک

تيراه :بمي چاؤدنه کې دوه عسکر ووژل شول


دتيراه په نري بابا سيمه کې دامنيتي ځواکونو دچيک پوسټ سره نزدې دسړک غاړه دښخ کړل شوي

راپورونه وائي دشورو په ورځ سحرمهال دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه دوه عسکر وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دتيراه په نري بابا سيمه کې دامنيتي ځواکونو دچيک پوسټ سره نزدې دسړک غاړه دښخ کړل شوي بم له امله چاؤدنه شوې ده چې په نتيجه کې يې دوه عسکر وژل شوي دي.

ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

تيراه کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې دپاکستان پوځ سيمه کې دفعاله تندلارو په ضد دخيبر ټو په نوم عملياتو کې بوخت دي اؤ وخت په وخت دغلته عملياتو کې دجنگيالو دوژلو ادعاوې کوي.

دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپوځ په وينا دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو ضرب عضب څخه خيبرايجنسۍ ته په گڼ شمير کې جنگيالي وتښتيدل.

XS
SM
MD
LG