لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزيرستان دکډوالو دستنيدو لړۍ پيل شوه


 په لمړي پړاؤ کې دنهې په ورځ خواؤشا سل کورنۍ دبنو څخه دکهجورۍ چيک پوسټ په لاره شمالي وزيرستان ته داخلې شوي دي.
په لمړي پړاؤ کې دنهې په ورځ خواؤشا سل کورنۍ دبنو څخه دکهجورۍ چيک پوسټ په لاره شمالي وزيرستان ته داخلې شوي دي.

دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان څخه خواؤشا نهه مياشتې دمخه دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په مرحله واره توگه خپلو سيمو ته دستنيدو لړۍ پيل شوې ده.

په لمړي پړاؤ کې دنهې په ورځ خواؤشا سل کورنۍ دبنو څخه دکهجورۍ چيک پوسټ په لاره شمالي وزيرستان ته داخلې شوي دي.

خپلو سيمو ته په ستنو شوؤ دغو بې کوره خلکو کې دښځو اؤ ماشومانو هم يوه لويه شميره موجوده وه ، هغوي دميرعلي، شاه ميري، سپين وام اؤ شيوا سيمو ته رسيدليدي.

دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو دستنيدو عمل به په څلورو پړاؤنو کې بشپړيږي اؤ لمړى پړاؤ به په ١٣م اپريل پاې ته رسيږي.

دبيرته ستنيدو دغه عمل قبائيلو سره ديو تړون لاندې پيل کړل شوى چې پکې به بيلا بيلې قبيلې خپلو سيمو کې دسيمه ييز مسؤليت دقانون لاندې دا خبره باوري کوي چې هغوي به خپلو سيمو کې کوم ملکي يا غيرملکي تندلاري ته پناه نۀ ورکوي اؤ دپاکستان مخالفه هلو ځلو مخه به نيسي.

تيرکال دجون په مياشت کې دپاکستان پوځ دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم يوه اوونۍ وروستو له هغې په لويه پيمانه عمليات پيل کړل چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه ناکام شول.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د٢٠٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي اؤ په دغو عملياتو کې نزدې ٢٠٠ عسکر هم وژل شوي خو قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه شمالي وزيرستان کې دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

له دې وړاندې دروانې مياشتې په نيمائي کې جنوبي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو دستنيدو عمل هم پيل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG