لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک : وسله والو دامن کميټۍ مشر وژلى


 دگومل پوليسو دتاڼې دمشر( ايس ايچ او) عالمگير ترمخه دامن کميټۍ مشر شيرپاؤ محسود دکوټ عظم سيمې څخه ټانک ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو دهغه گاډى په نخښه کړو.
دگومل پوليسو دتاڼې دمشر( ايس ايچ او) عالمگير ترمخه دامن کميټۍ مشر شيرپاؤ محسود دکوټ عظم سيمې څخه ټانک ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو دهغه گاډى په نخښه کړو.

دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې نامعلومو وسله والو دامن کميټۍ دمشر په گاډي ناتاره ډزې کړي چې له امله يې دامن کميټۍ مشر وژل شوى اؤ دوه کسان نور ژوبل شوي دي.

دگومل پوليسو دتاڼې دمشر( ايس ايچ او) عالمگير ترمخه دامن کميټۍ مشر شيرپاؤ محسود دکوټ عظم سيمې څخه ټانک ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو دهغه گاډى په نخښه کړو.

ددغه حملې له امله شيرپاؤ محسود وژل شوى اؤ د هغه سره سفر کوونکي دوه ملگري يې ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دټانک هسپتال ته رسول شوي دي.

دسيمه ييزو پوليسو يو بل مشر دنوم نۀ څرگندولو په شرط ډيوه ريډيو سره خبرو کې دوسله والو جنگيالو لخوا دامن کميټۍ په مشر شيرپاؤ محسود دشوې دغه حملې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې نامعلوم وسله وال دشيرپاؤ محسود اؤ دهغه دملگرو دپه نخښه کولو لپاره دغنمو په فصل کې ناست وؤ اؤ کله چې دسيمې نه دهغه گاډى تيريدو نو ناتاره ډزې يې پرې وکړې.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دامن کميټۍ مشر ته دپوليسو له لوري څه قسمه امنيت ورکړل شوى ؤ دپوليسو دغه مشر وويل چې چونکې هغوي به دپوځ په ملاتړ کار کولو نو ځکه دهغوي دامنيت ذمه واري هم دپوځ وه.

ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دامن کميټۍ دمشر شيرپاؤ محسود دوژلو په تور تر دې مهاله څوک نۀ دي نيول شوي.

خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې له دې وړاندې هم دوسله والو جنگيالو لخوا دامن کميټۍ په غړو حملې شوي چې پکې تردې مهاله په لسگونو دامن کميټۍ غړي اؤ دهغوي مشران وژل شوي دي.

دپاکستان په خيبرپښتونخوا اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې حکومت دامن کميټۍ جوړې کړي اؤ دتندلارو دحملو دمخنيوي لپاره يې هغوي ته وسلې ورکړي ، خو دامن کميټو مشرانو اؤ غړو په تيرو وختونو کې دحکومت څخه گيله کړې چې دخپل مقصد لپاره يې دهغوي استعمال کولو څخه وروستو اوس هغوي دترهه گرو دحملو په وړاندې يواځې پريښي اؤ ورته هيڅ رقم ملاتړ نۀ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG