لاس رسیدونکی لینک

داعش ډلي په شام کې د اته کسانو سرونه قلم کړي


دغه ويډيو چې په سوشل ميډيا جاري کړی شوې ده ، په شام کې په بشري حقونو نظر لرونکي تنظيم سيريئن ابزروېټري فار هيومن رائټس وئيلي دا ويډيو اصلي معلوميږي .

تندلاري ډلي داعش د اتوار په ورځ يوه نوې ويډيو خپره کړې چې پکې د اته کسانو سرونه غوڅول ښودل کيږي او د دويې تعلق د شيعه مسلک سره ښودل شوی دی .

د دغو کسانو نه د شام په منځنۍ صوبه حما کې سرونه قلم کړی شوي دي . او په ويډيو کې ليدل کيږي چې د اته کسانو په سترگو پټۍ او لاسونه يي شاته تړل شوي دي . دغه کسان کم عمره هلکان يو مېدان ته راولي او جنگيالو ته يې سپاري .

په ساده جامو کې يو هلک تُندلاري ته چاکو ورکوي او د هغې وروستو د تښتول شوؤ کسانو سرونه قلم کولی شي .

دغه ويډيو چې په سوشل ميډيا جاري کړی شوې ده ، په شام کې په بشري حقونو نظر لرونکي تنظيم سيريئن ابزروېټري فار هيومن رائټس وئيلي دا ويډيو اصلي معلوميږي .

په ويډيو کې د داعش تُندلاری تښتول شوؤ کسانو ته "پليت بدمذهبه" وايي ، او د ده وينا ده چې د داعش په ضد پوځي مهم دغه ډله نوره مضبوطوي .

سني تُندلاره ډله داعش چې د دولت اسلامي په نوم هم پېژندل کيږي ، تُندلارو يې تېر کال د عراق او شام مختلفې علاقې قبضه کړي او هلته يي د خلافت اعلان کړی ؤ .

دغې ډلي د شيعه ابادۍ او نورو مذهبونو سره تعلق لرونکو په ضد تشدد شورو کړی ؤ ، او په دغه مهال يې تښتولي د درځنونو کسانو سرونه غوڅ کړي دي .

د روانې مياشتې په سر کې جاري کړې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې د داعش تُندلاري د عراقي کرد ځواک پېش مرگه د درې جنگيالو سرونه قلم کوي .

امريکې داعش ډله د نړيوال امن دپاره خطره گرځولې او د خپلو اتحاديانو سره يي په عراق او شام کې د تُندلارو په ضد فضائي عمليات هم کړي دي .

XS
SM
MD
LG