لاس رسیدونکی لینک

يمن کې نښتې او فضائي عمليات روان دي، بهرملکيان ووځې


د اتوار په ورځ د يمن په جنوبي ساحلي ښارعدن کې د صدرهادي د پلوي قبائيلو او حوثي جنگيالو چې د ايران ملاتړ ورته حاصل دی ترمينځ سختې نښتې شوي ، چې پکې د څو کسانو د وژنو خبرونه هم مخې ته راغلي دي .

د يمن په مختلفو سيمو کې د صدرعبدالربو منصورهادي او شيعه حوثي ياغيانو ترمينځ توده جگړه روانه ده او د ياغيانو په ځالو د عرب ملکونو فضايي حملې هم دوام لري .

د اتوار په ورځ د يمن په جنوبي ساحلي ښارعدن کې د صدرهادي د پلوي قبائيلو او حوثي جنگيالو چې د ايران ملاتړ ورته حاصل دی ترمينځ سختې نښتې شوي ، چې پکې د څو کسانو د وژنو خبرونه هم مخې ته راغلي دي .

عدن د منصورهادي عبوري پلازمينه او وروستی مرکز ؤ ، او د تېرې اوونۍ راهسې حوثي ياغيان د دغې ځايې د قبضه کولو هڅې کوي .

د صدرهادي پلويانو وئيلي ، چې د عدن په مرکزي ضلع کې يې حوثي ياغيانو سره په جگړه کې درې جنگيالي وژل شوي دي .

د صدر پلوي قبائيلو او پوځي دستو د ښار د هوائي ډگر بيرته قبضه کولو ادعا کړې ده ، کومه اډه چې د تېرې اوونۍ راهسې د تودې جگړې په مهال د يو او بل لاس ته ورځي .

بل لورته پلازمينه صنعا کې د حوثي ياغيانو لاندې کارکوؤنکي د صحت وزارت وئيلي ، چې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې صنعا او چاپېره علاقو کې د عرب هېوادونو د الوتکو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ژوبل شوي دي .

د يمن اقليتي شيعه ابادۍ نمائنده حوثي ياغيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې په حکومت کې د زيات واک اخيستو د غوښتنې نه وسله وال تحريک پېل کړی ؤ، او په پلازمينه صنعا يې قبضه اچولې وه .

د ياغيانو د تېرې اوونۍ د يمن سويلي علاقو پله پرمختگ او عدن کې د منصور هادي د پاتې حکومت ختمولو د هڅو وروستو د يمن گاونډي ملک سعودي عرب د سيمې د نورو هېوادونو سره په گډه د ياغيانو په ځالو د زيارت په ورځ بمباري پېل کړې وه .

د عربو د مطبوعاتو ترمخه د عرب اتحاد د عملياتو نتيجې مخې ته راتلل شورو شوي او نه يواځې د هغويې د پرمختگ لارې نيول شوي بلکې د اتوار په ورځ د ځينو علاقو نه په شا تمبول شوي دي .

د اتوار په ورځ د سعودي عرب پلازمينه رياض کې خبري غونډې ته په وينا کې د عرب اتحاد وياند بريگيډيئر جنرل احمد عصيري ووئيل اتحاد به راتلونکو څو ورځو کې حوثيانو او د هغويي ملگرو باندې فشار زيات کړي او هغويې ته به په يمن کې هم ځايې نه مېلاويږي .

نوموړي وئيلي اتحادي الوتکو د اتوار په ورځ د صنعا او ساحلي ښار حدېده په هوائي اډو د ياغيانو پوځي مرکزونه په هدف کړي دي ، هغه وئيلي د حدېده په هوايي اډه دوه ساعته بمباري ودرول شوې وه ، د دې دپاره چې ۵۰۰ پاکستاني تري ووځي .

د يمن نه ۵۰۰ پاکستاني د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې د پي ائي ای الوتکې د لارې ملک ته رارسېدلي دي .

راپورونه وايي د هند په گډون نور ملکونه هم په يمن کې د گېر شوؤ خپلو خلکو د ويستو هڅې تېزې کړي دي ، بل لور ته مغربي ملکونو د وړاندې نه خپل وگړي او سفارتي امله د روانې مياشتې په سر کې يمن کې د حالاتو خرابېدو وروستو ويستې وه .

عرب جنگي الوتکو د اتوار په ورځ د سعودي عرب پولې سره نزدې د يمن شمالي ښار سعده کې هم د حوثي ياغيانو او د هغويې د پلويانو او د يمن د پخواني صدر علي عبدالله صالح د پلويانو په ځالو بمباري کړې ده .

راپورونه وايي د يمن په شمال او ختيز کې اووه صوبو کې د حوثي ياغيانو او پخواني صدر د پلوي پوځي دستو او صدرهادي د پلوي پوځ ، سني قبائيلو او په جنوب کې د بېلتون خوښو ترمينځ تودې نښتې روانې دي .

XS
SM
MD
LG