لاس رسیدونکی لینک

شام: القاعده سره تړاؤ لرونکو ډلو ادليب ښار قبضه کړی


النصره فرنټ د سوشل ميډيا د لارې د شام د دغه شمالي ښار د قبضې اعلان کړی دی .

په شام کې روانه خانه جنگۍ کې په لمړي ځل القاعده سره تړاؤ لرونکو ډلو د خالي په ورځ د حکومتي پوځ نه ادليب ښار قبضه کړی دی ، دا خبره اسلامي جنگيالو او دغلته په حالاتو نظر لرونکي گروپ کړې ده .

سيريئن ابزروېټرې فارهيومن رائټس وئيلي ، چې په دغې اتحاد کې النصره فرنټ او نورې اسلامي ډلې شاملي دي ، چا چې څلور ورځې د شام د پوځ سره جگړه کړې او ادليب يې په خپله ولقه کې اخيستی دی .

ابزروېټري وئيلي په دغه جگړه کې اووه عسکر وژل شوي ، او يو شمېر پوځيان يا خو وژل شوي او يا تښتېدلي دي .

النصره فرنټ د سوشل ميډيا د لارې د شام د دغه شمالي ښار د قبضې اعلان کړی دی .

د شام سرکاري خبري ادارې (اېس ای اېن ای) ادليب کې د ماتې خوړو خبر نه دی ورکړی او وئيلي دي ، چې د ښارد قبضې دپاره د پوځ لخوا توده جگړه روانه ده .

ابزروېټري وئيلي چې د شام جنگي الوتکې د ښار نه چاپېره داعش په هدف کوي .

راپورونه وايي ادليب ښار د لاس نه ورکول د شام د صدر بشارالاسد د حکومت دپاره يوه غټه ضربه ده .

د څلورو کالو راهسې د روانې شخړې په موده کې دا دوهمه صوبائي پلازمينه او مهم ښار دی چې د اسد د حکومت نه لاړو، قبضه شو .

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۳م کې شمال ختيز ښار رقعه ياغيانو قبضه کړې ؤ چې پکې النصره محاذ شامل ؤ .

مصر کې د خالي په ورځ د عرب ليگ هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ملگرو ملتونو سر منشي بان کې مون وئيلي ، چې په شام کې د روانې خانه جنگۍ مخ په خرابۍ حالات نه قابو کول د نړېوالې ټولنې ناکامي ده او نوموړي په دغو حالاتو افسوس او غُصه څرگنده کړې ده .

XS
SM
MD
LG