لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران د جوهري پروگرام په سرخبرې گړندۍ شوي


دواړه فريقه وايي چې دغه خبرې اترې اوږدې او گرانې وې .
دواړه فريقه وايي چې دغه خبرې اترې اوږدې او گرانې وې .

د سويټزرلېنډ په لوزيان ښار کې د خالي په ورځ د ايران د جوهري پروگرام په سر روانې خبرې په داسې مهال گړندۍ شوي چې د دغو خبرو دپاره په ټاکلې شوې موده ختمېدو کې يو څو ورځې پاتي دي .

د فرانس او جرمني خارجه وزيران د امريکايي سيال جان کېري په گډون د ايراني خارجه وزير محمدجواد ظريف سره خبرې اترې کوي ، د دغو خبرو مقصد د نهې په ورځ د مارچ په ۳۱م نېټه هغې تړون ته رسېدل دي چې په اړه يې هيله څرگندولی شي چې دا به د هغې ختمي معاهدې بنياد جوړ شي ، کومه به چې د جون د مياشتې په اخره کې وشي او دا د هغې دپاره هڅې روانې دي .

دواړه فريقه وايي چې دغه خبرې اترې اوږدې او گرانې وې .

ايران او د نړېوالو قوتونو يوه ډله چې "پي فائيو پلس ون" ورته وئيل کيږي ، چې پکې امريکا ، برطانيه ، چين ، فرانس ، روس او جرمني شامل دي ، دويې غواړي چې د ايران جوهري هلې ځلې ودرول شي ، د کومو په نتيجه کې چې به د ايران په ضد لگېدلو معاشي بندېزونو کې نرمي وشي .

د فرانس خارجه وزير لورې فېبس د خالي په ورځ وئيلي په دغې لړ کې اندېښنې موجودي دي چې ايران سره د کېدونکي تړون د عملي کېدو څارنه به څوک کوي .

ايران په دې خبره ټينگار کوي چې جوهري پروگرام يې د پُرامنه گټو دپاره دی ، ولې بل لور ته نور قومونه اندېښنه لري چې ايران د جوهرې وسلو جوړولو هڅې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG