لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دحزب اختلاف گوندونه ديمن جگړه کې دشامليدو په ضد دي


سيد خورشيدشاه تجويز ورکړى چې دې لړ کې دکومې پريکړې څخه دمخه دې دپارليمان گډه غونډه راوغوښتل شي
سيد خورشيدشاه تجويز ورکړى چې دې لړ کې دکومې پريکړې څخه دمخه دې دپارليمان گډه غونډه راوغوښتل شي

پاکستان کې دحزب اختلاف اؤ حکومت ائتلافي گوندونو وئيلي دي چې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ کيدونکو عملياتو کې پاکستان ته دشامليدو پځايې داسلامي هيوادونو ديو والي لپاره کردار ادا کول پکار دي.

دپيپلز پارټۍ مشر اؤ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف لارښود سيد خورشيدشاه تجويز ورکړى چې دې لړ کې دکومې پريکړې څخه دمخه دې دپارليمان گډه غونډه راوغوښتل شي اؤ په صورتحال دې غور وشي.

قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال خورشيد شاه په ډاگه کړې ده چې دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې روانو عملياتو کې شامليدو سره هيواد کې اړى گړى پاتې شي اؤ زياته کړى يې ده چې ديمن په جگړه کې زمونږ شامليدو سره به ملک کې مذهبي بدنظمي پيدا شي

دپيپلز پارټۍ وياند سينيټر فرحت الله بابر هم ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې پاکستان ته دکوم بل هيواد په لانجه کې ځان ښکيل کول نۀ دي پکار اؤ زياته يې کړه چې افغانستان مونږ ته سبق ښودلى چې مونږ ته دنورو هيوادونو په خانه جنگۍ کې دککړيدو څخه ځان ساتل پکار دي

دهيواد ديو لويې مذهبي سياسي گوند جمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل کومه پريکړه دپاکستان دگټو په نظر کې نيولو سره کول پکار دي.

دهغه وينا وه عراق کې هم دا صورتحال ؤ چې پاکستان ته پوځ ليږل پکار دي که نه ، خو پاکستان پوځ ونۀ ليږلى شو

مولانا فضل الرحمان وويل چې دې لړ کې دکومې پريکړې څخه دمخه هيواد کې ټولو خواؤ سره صلاح مشوره ضروري ده.

بل لوري ته دحکومت مخالفه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان يمن ته دحکومت له لوري دپوځ دليږلو دممکنه گام سخت مخالفت کړى ا ؤ په حکومت يې غږ کړى چې ديمن دلانجې برخه دې نۀ جوړيږي اؤ زياته کړې يې ده چې پاکستان ته ددوؤ اسلامي هيوادونو ترمينځ دمعاملو په پرامنه ډول هواري لپاره کردار ادا کول پکار دي.

همدغه شان دقومي وطن پارټۍ مشر اؤ دخيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي افتاب شيرپاؤ وئيلي دي چې دا يوه حساسه معامله ده اؤ دهغه په قول پاکستان ته هرممکن کوشش کول پکار دي چې پوځي مداخلت کې نيغ په نيغه برخه وانۀ خلي.

دسعودي عرب په مشرۍ يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دروانو کارروائيو په اړه دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي وؤ چې هغوي نۀ خو دپوځيانو ليږلو پريکړه کړې اؤ نۀ يې هم دې لړ کې کومه ژمنه کړې ده اؤ که چرې په کوم پړاؤ دپوځيانو ليږلو پريکړه هم وشوه نو دې لړ کې به پارليمان باور اخستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG