لاس رسیدونکی لینک

دوزيراعظم لخوا يمن نه دپاکستانيانو دراويستو لپاره دگامونو اخستو امر


وزيراعظم امر کړى چې يمن کې دميشتوؤ پاکستانيانو دحفاظت اؤ دهغوي دراويستو لپاره دې په جنگي بنيادونو گامونه واخستل شي

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف امر کړى چې يمن کې دامنيت دمخ په خرابيدونکي صورتحال په نظر کې نيولو سره دې دغلته دميشتوؤ پاکستاني وگړو دراويستو لپاره گامونه واخستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دسعودي عرب په مشرۍ کې دلسو هيوادونو ائتلاف چې پکې پينځه خليجي رياستونه شامل دي ، ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي

وزيراعظم هاؤس څخه د جاري شوي بيان ترمخه يمن کې رياستي نظام ړنگيږي اؤ په دغسې صورتحال کې دغلته ميشته کسان دتښتولو په گډون دهررقم جرمونو دخطرو سره مخ کيدى شي.

وزيراعظم امر کړى چې يمن کې دميشتوؤ پاکستانيانو دحفاظت اؤ دهغوي دراويستو لپاره دې په جنگي بنيادونو گامونه واخستل شي.

دوه ورځې دمخه دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي وؤ يمن کې دپاکستان سفارت خانې دپخوا پڅير کار دوامداره ساتلى.

هغې وئيلي وؤ يمن کې د امنيت دصورتحال لړ کې سفارت خانه اؤ هلته اوسيدونکي پاکستانيان خبر کړل شوي اؤ دضرورت په پيښيدو به هغوي ددغه ځايې څخه راويستل کيږي.

پاکستان وائي دې لړ کې ورسره دسعودي عرب حکومت رابطه کړې خو حکومت تردې مهاله يمن ته دخپلو پوځونو دليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

پاکستان په ډاگه کړې چې که چرې دسعودي عرب سالميت ته خطره پيښه شوه نو په دغسې صورتحال کې به يې دفاع کوي.

هيله کيږي راتلونکو څو ورځو کې به دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف، دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دوسله والو پوځونو استازي دسعودي عرب دوره وکړي.

XS
SM
MD
LG