لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې دياغيانو په کيمپونو دسعودي بمباري،٣٩ مړۀ


صنعاء کې دروغتيا دوزارت دچارواکو له خُلې دعوه شوې چې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ عملياتو کې تر دې مهاله لږ ترلږه ٣٩ اولسي وگړي وژل شوي دي
صنعاء کې دروغتيا دوزارت دچارواکو له خُلې دعوه شوې چې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ عملياتو کې تر دې مهاله لږ ترلږه ٣٩ اولسي وگړي وژل شوي دي

دعرب ائتلاف جنگي جهازونو د جمعې په ورځ يمن کې دياغيانو په کيمپونو په دوهمه ورځ هم بمباري کړې ده.

سعودي عرب دخپل ائتلافي صدر عبدالربو منصور هادي دحکومت دپريوتو څخه ژغورلو لپاره دهررقم ممکنه گام اخستو ژمنه کړې اؤ دشيعه مسلمانانو اکثريت لرونکى هيواد ايران يې دحوثي ياغيانو لخواپه اقتدار قبضې کولو کې په ملاتړ کولو تورن کړى.

دميډيا راپورونو کې صنعاء کې دروغتيا دوزارت دچارواکو له خُلې دعوه شوې چې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ عملياتو کې تر دې مهاله لږ ترلږه ٣٩ اولسي وگړي وژل شوي دي.

په دغو کسانو کې ١٢ کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې دپلازمينې شمال لوري ته ديوې عسکري اډې په ضد شوې حمله کې خواؤشا دابادۍ سيمې په نخښه شوې.

عيني شاهدان وائي چې دصنعاء په جنوب کې تيره مياشت دياغيانو لخوا په نيول شوې صدارتي ودانۍ دجمعې په سحر درې حملې شوي.

دپلازمينې شمال لوري ته په امران سيمه کې دحوثي ياغيانو له لوري په نيول شوي پوځي بريگيډ هم بمباري کړې، همدغه شان دياغيانو په شمالي خوندي ځايې سادا کې دوسله دخوندي کولو ځائيونه هم په نخښه کړى شوي.

يمني مشر هادي چې ورته دلويديز اؤ خليجي رياستونو ملاتړ ترلاسه دى، دزيارت په ورځ دسعودي عرب پلازمينې رياض ته رسيدلى اؤ چارواکي وائي چې هغه په مصر کې کيدونکې دعرب ليگ په دوه ورځنۍ غونډه کې دبرخې اخستو لپاره ځي.

دا لمړى ځل دى چې روانه اوونۍ کې دياغيانو له لوري مرکزي جنوبي ښار عدن کې دپرمختگ وروستو دهغه داتې پتې پخلى شوى، تيره مياشت صنعاء نه دتښتيدو وروستو صدر دغلته پناه اخستې وه.

سعودي عرب وائي چې دڅلورو نورو خليجي رياستونو په گډون دلسو نه زيات هيوادونه حوثي ضد ائتلاف کې شامل شوي.

دلسو هيوادونو ائتلاف چې پکې پينځه خليجي رياستونه شامل دي ، ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي.

ايران شيعه حوثي ياغيانو ته دپيسو اؤ تربيې ورکولو څخه انکار کوي خو دسعودي عرب له لوري يې فضائي کارروايۍ يو خطرناک گام گرځولى دکوم په نتيجه کې چې دايران په قول يمن کې صورتحال نور هم خرابيدى شي.

دياغيانو مشر عبدالمالک الحوثي دزيارت په ورځ په سعودي عرب اؤ امريکا نيوکه کړې، امريکا دحوثي ياغيانو په ضد دغه کارروايۍ لپاره لوجستيکي اؤ انټلي جنس ملاتړ ورکوي.

دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې دسعودي عرب ترڅنگ قطر، کويت، بحرين اؤ يو اى اي هم شامل دي اؤ امريکا دياغيانو په ضد دائتلافيانو دمرستې اعلان کړى.

حوثي شيعه ياغيانو تيره ورځ ديمن عدن ښار کې په لويه فضائي اډه قبضه کړې وه اؤ دجنورۍ په مياشت کې يې په صدارتي محل قبضې کولو سره صدر عبدالربوه منصور هادي په تيښته مجبور کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG