لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنگ کې دشامليدو پريکړه مو نۀ ده کړې،خواجه اصف


 خواجه اصف دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ کې دپاليسۍ دبيان ورکولو په مهال وويل که په کوم پړاؤ دپوځيانو دليږلو پريکړه وشوه هم نو پارليمان به دې لړ کې باور کې اخستل کيږي.
خواجه اصف دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ کې دپاليسۍ دبيان ورکولو په مهال وويل که په کوم پړاؤ دپوځيانو دليږلو پريکړه وشوه هم نو پارليمان به دې لړ کې باور کې اخستل کيږي.

دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي دسعودي عرب په مشرۍ کې ديمن خلاف روانو عملياتو لپاره دپوځيانو ليږلو نۀ خو پريکړه شوې اؤ نۀ هم دې لړ کې ژمنه شوې ده.

خواجه اصف جنگ کې دشامليدو دپريکړې دنۀ کيدو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان گاونډي هيواد ايران په سعودي عرب غږ کړى يمن کې دې فضائي کارروايۍ اودروي ځکه چې دغه کارروايۍ ديمن دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.

خواجه اصف دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ کې دپاليسۍ دبيان ورکولو په مهال وويل که په کوم پړاؤ دپوځيانو دليږلو پريکړه وشوه هم نو پارليمان به دې لړ کې باور کې اخستل کيږي.

هغه وويل دې جنگ کې دشامليدو په اړه مونږ کومه پريکړه نۀ ده کړې، کومه ژمنه مو نۀ ده کړې، يواځې اؤ يواځېمو دسعودي عرب ددفاع دارادې څرگندونه کړې، که دسعودي عرب سالميت يا يې سرحدي خپلواکۍ ته خطره پيښه شوه نو پاکستان به يې هرحالت کې تحفظ کوي.

واضحه دې وي چې دزيارت په شپه اسلام اباد کې دلوړې کچې ديوې غونډې څخه وروستو يو سرکاري بيان کې وئيل شوي وؤ چې پاکستان به دسعودي عرب سرحدي خپلواکۍ ته دپيښې خطرې کوټلى ځواب وائي.

وزيراعظم هاؤس کې ترسره شوې دلوړې کچې دغه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دفضائيې مشر ائيرچيف مارشل سهيل امان هم گډون کړى ؤ.

دسرکاري بيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف وويل چې پاکستان دسعودي عرب اؤ نورو خليجي هيوادونو سره نزدې اړيکې لري اؤ دهغوي سلامتۍ ته زيات ارزښت ورکوي، غونډه کې مينځني ختيز کې درامينځته شوؤ اوسنو بدلونونو جاج واخستل شو.

دميډيا راپورونو کې وئيل شوي چې پاکستان يمن کې دحوثي شيعه ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ کې جوړ شوي ائتلاف کې دشامليدو پريکړه کړې خو ددفاع وزير خواجه اصف دغه رقم خبرونه مسترد کړي.

خواجه اصف وويل پاکستان دملکي حالاتو څخه خبر دى اؤ په کوم داسې جنگ کې د شامليدو اراده نۀ لري چې اغيزې يې راتلونکو کلونو کې په پاکستاني قام کيږي.

هغه وويل داسلامي امت ديو والي اؤ شخړو دهواري لپاره به پاکستان خپل کردار ضرور ادا کوي خو هغوي کومې داسې لانجې ته هوا ورکول نۀ غواړي چې اغيزې يې اسلامي نړۍ کې دتفرقې په صورت کې وشي.

دوزيراعظم په مشرۍ غونډه کې پريکړه شوې وه چې ددفاع وزير خواجه اصف، دوزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز اؤ دوسله والو پوځونو استازي به دجمعې په ورځ دسعودي عرب دوره کوي اؤ هلته به دسلامتۍ دصورتحال جاج اخلي.

خو خواجه اصف قومي اسمبلۍ کې وويل ديمن دصورتحال په اړه دعرب ليگ غونډه کيږي ځکه دپاکستاني هيئت دوره څو ورځې وروستو امکان لري.

تيره ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي وؤ چې يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ روانو عملياتو کې دگډون لپاره سعودي عرب دپاکستان حکومت سره رابطه کړې اؤ زياته کړې يې وه چې په دغه معامله غور کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG