لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې دسعودي په مشرۍ فضائي حملې روانې دي


 دسعودي عسکري چارواکو دبمبارۍ لمړى پړاؤ بريالى گرځولى خو خبردارى يې ورکړى چې دائتلافيانو ځمکنۍ کارروائي هم ضروري کيدى شي.
دسعودي عسکري چارواکو دبمبارۍ لمړى پړاؤ بريالى گرځولى خو خبردارى يې ورکړى چې دائتلافيانو ځمکنۍ کارروائي هم ضروري کيدى شي.

دعيني شاهدانو اؤ سعودي ميډيا ترمخه دسعودي عرب په مشرۍ جنگي جهازونو دجمعې په ورځ ديمن پلازمينې صنعاء اؤ خواؤشا سيمو کې په پوځي اډو اؤ دياغيانو له لوري په قبضه شوؤ نورو هدفونو فضائي حملې کړي دي.

دسعودي عسکري چارواکو دبمبارۍ لمړى پړاؤ بريالى گرځولى خو خبردارى يې ورکړى چې دائتلافيانو ځمکنۍ کارروائي هم ضروري کيدى شي.

دلسو هيوادونو ائتلاف چې پکې پينځه خليجي رياستونه شامل دي ، ايران پلوه حوثي ياغيانو ته دماتې ورکولو اؤ په نړيواله توگه دمنل شوي يمن دحکومت دبحالۍ هڅې کوي.

ايران شيعه حوثي ياغيانو ته دپيسو اؤ تربيې ورکولو څخه انکار کوي خو دسعودي عرب له لوري يې فضائي کارروايۍ يو خطرناک گام گرځولى دکوم په نتيجه کې چې دايران په قول يمن کې صورتحال نور هم خرابيدى شي.

دياغيانو مشر عبدالمالک الحوثي دزيارت په ورځ په سعودي عرب اؤ امريکا نيوکه کړې، امريکا دحوثي ياغيانو په ضد دغه کارروايۍ لپاره لوجستيکي اؤ انټلي جنس ملاتړ ورکوي.

حوثي چارواکي وائي چې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ فضائي حملو کې لږ ترلږه ١٨ کسان وژل شوي اؤ ٢٤ نور ژوبل شوي، دجمعې په ورځ شوؤ فضائي کارروائيو کې درامينځته شوې ممکنه مرگ ژوبلې په اړه اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.

دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې دسعودي عرب ترڅنگ قطر، کويت، بحرين اؤ يو اى اي هم شامل دي اؤ امريکا دياغيانو په ضد دائتلافيانو دمرستې اعلان کړى.

حوثي شيعه ياغيانو تيره ورځ ديمن عدن ښار کې په لويه فضائي اډه قبضه کړې وه اؤ دجنورۍ په مياشت کې يې په صدارتي محل قبضې کولو سره صدر عبدالربوه منصور هادي په تيښته مجبور کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG