لاس رسیدونکی لینک

پاکستان به سعودي عرب ته د راپېښو خطرو په کلکه ځواب کوي


د پاکستان د سعودي عربستان او خليجي هېوادونو سره نزدې اړيکې او د ورورولۍ تعلقات دي

د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د پوځي مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې پرېکړه شوې ، چې پاکستان به سعودي عرب ته د راپېښو خطرو په کلکه ځواب کوي . دغه پرېکړه په داسې مهال شوې چې سعودي عرب د پاکستان نه غوښتنه کړې چې يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو خلاف عملياتو کې شامل شي .

سعودي عرب او نورو خليجي رياستونو د شورو او زيارت په ورځ يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد بمباري کړې ده .

نن د زيارت په ورځ ماښام پلازمينه اسلام اباد کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې ترسره شوې غونډه کې چې پکې د پاکستان د زمکني پوځ مشر جنرال راحيل شريف ، د هوائي پوځ مشر چيف اف دې ائر سټاف ائيرچيف مارشل سهېل امان ، د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف او د وزيراعظم د قامي سلامتۍ مشيرسرتاج عزيز گډون کړی منځني ختيز کې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې او پرېکړې شوي دي .

د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان ترمخه د وزيراعظم په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې نوازشريف وئيلي ، چې د پاکستان د سعودي عرب او خليجي هېوادونو سره سره نزدې اړيکې او د ورورولۍ تعلقات دي او د دغو هېوادونو امنيت ته اهميت ورکوي .

په غونډه کې پرېکړه شوې چې سعودي عرب ته د راپېښې هرقسمه خطرې به پاکستان په کلکه ځواب کوي . او وئيل شوي چې د دفاع مرکزي وزير، د وزيراعظم د قامي سلامتۍ مشيراو لوړ پوړي پوځي چارواکي به په دغې لړ کې صبا د جمعې په ورځ د سعودي عرب سفر کوي او هلته به حالات معلوموي .

له دې وړاندې د پاکستان د خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ چې سعودي عرب ـ پاکستان سره رابطه کړې او يمن کې يې د حوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده .

په داسې حال کې چې پاکستان سعودي عرب ته د راپېښې هرقسمه خطرې په کلکه د ځواب ورکولو پرېکړه کړې ، څيړونکي وايي په پردي جنگ کې برخه اخيستل به پاکستان خپله د تاوان سره مخ کړي .

او څيړونکی امتياز گل په دغه اړه وايي ، پاکستان له د یمن د لانجې نه ځان لرې ساتل پکار دي ځکه که چرته پاکستان بیا د پردو جگړو کې برخه واخيسته او د امریکا او یا سعودي عرب آله کار جوړ شو نو دې سره به هغه قوتونه چې په پاکستان کې د پوځ یا حکومت سره په جگړه دي هغه به نورهم مظبوط شي

يمن کې د حوثي شيعه ياغيانو په ضد د عملياتو په اړه امريکا کې د سعودي عرب سفير عادل الجبير په واشنگټن کې يوې مطبوعاتي غونډې ته د وينا په مهال وئيلي ، چې پوځ يې په يمن کې د صدرعبدالربوهادي منصور په خواست د شيعه حوثي قبائيلو په ضد عمليات پيل کړي او زياته کړې يې ده چې هيواد يې دغه گام د هادي د قانوني حکومت د ژغورلو لپاره اخستی دی ،

نوموړي وئيلي پوځي عملياتو کې د فضائي طاقت استعمال کولى شي او دې کې ورسره د نورو خليجي رياستونو ملاتړ هم ترلاسه دى .

د حوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې د سعودي عرب ترڅنگ قطر، کويت، بحرين او متحده عرب امارات (يوای اي) هم شامل دي او امريکا د ياغيانو په ضد د ائتلافيانو د مرستې اعلان کړی .

بل لور ته د ايران خارجه وزير جواد ظريف د عرب ملکونو نه په فوري توگه د فضائي حملو د بندولو غوښتنه کړې ، او وئيلي يي دي دا حملې د يمن د خودمختارۍ ښکاره خلاف ورزي ده ، نوموړي وئيلي چې ايران به په يمن کې د روانۍ شخړۍ د هواري پوره هڅې کوي .

له دې وړاندې د ايران د خارجه وزارت لخوا وئيل شوي ، چې د يمن په داخلي شخړه کې بهرنی پوځي مداخلت به حالات نور کړکېجن کړي ، او د دغې شخړې د پُرامنه حل کوششونو ته به زيان ورسوي .

ايراني وياند وئيلي چې د سعودي عرب جارحيت يو خطرناک قدم دی او د نړيوالو زمه وارو خلاف ورزي ده ، چې په نتيجه کې به يې منځني ختيز کې ترهگري او انتهاپسندي وده ومومي .

XS
SM
MD
LG