لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې کړي


 دا کارروائي ديمني صدر عبدالربو منصور هادي په خواست کولى شي.
دا کارروائي ديمني صدر عبدالربو منصور هادي په خواست کولى شي.

سعودي عرب اؤ نورو خليجى رياستونو يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دشورو په ورځ فضائي کارروايۍ پيل کړي اؤ دزيارت په ورځ يې هم په بيلا بيلو هدفونو دبمبارۍ لړۍ دوامداره ساتلې ده.

دا کارروائي ديمني صدر عبدالربو منصور هادي په خواست کولى شي.

دحوثي ياغيانو په ضد عملياتو کې دسعودي عرب ترڅنگ قطر، کويت، بحرين اؤ يو اى اي هم شامل دي اؤ امريکا دياغيانو په ضد دائتلافيانو دمرستې اعلان کړى.

حوثي شيعه ياغيانو تيره ورځ ديمن عدن ښار کې په لويه فضائي اډه قبضه کړې وه اؤ دجنورۍ په مياشت کې يې په صدارتي محل قبضې کولو سره صدر عبدالربوه منصور هادي په تيښته مجبور کړى ؤ.

واشنگټن کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال امريکا کې دسعودي عرب دسفير عادل الجبير ترمخه دهغوي پوځ يمن کې دصدر هادي په خواست دشيعه حوثي قبائيلو په ضد پوځي عمليات پيل کړي اؤ زياته کړې يې ده چې هيواد يې دغه گام دهادي دقانوني حکومت دژغورلو لپاره اخستى.

هغه وويل پوځي عملياتو کې دفضائي طاقت استعمال کولى شي اؤ دې کې دنورو خليجي رياستونو ملاتړ هم ترلاسه دى.

هغه وويل چې هيواد به يې ديمن داولس اؤ قانوني حکومت تحفظ لپاره ټول ضروري گامونه اخلي.

ياغيانو دشورو په ورځ جنوبي يمن کې په يوه فضائي اډه قبضه کړې وه اؤ وروستو يې نزدې ښار عدن کې په صدارتي کمپليکس بمباري کړې وه، دچارواکو وينا ده چې منصور هادي ددغه ځايې څخه کوم نامعلوم مقام ته منتقل شوى دى.

له دې وړاندې سپينې مانۍ وئيلي وؤ امريکا دسعودي په مشرۍ کې دجوړ پوځي ائتلاف داستخباراتي معلوماتو اؤ سازوسامان په ورکړې سره مرسته کوي خو پخپله نيغ په نيغه پوځي کارروايۍ کې برخه نۀ اخلي.

دامريکا دقومي سلامتۍ دکونسل وياند برنډيټ مهيان يو بيان کې په حوثي ياغيانو ټينگار کړى ؤ چې هغوي دې په فوري توگه کارروايۍ ختمې اؤ سياسي مذاکراتي عمل ته راوگرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG