لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دقتل مجرم تيزندي کړى شو


 دمجرم دنظرثانۍ درخواستونه اعلي عدالتونو مسترد کړي و اؤ دپاکستان صدر دهغه درحم اپيل هم رد کړى ؤ.
دمجرم دنظرثانۍ درخواستونه اعلي عدالتونو مسترد کړي و اؤ دپاکستان صدر دهغه درحم اپيل هم رد کړى ؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې فيصل اباد په سنټرل جيل کې دقتل يو مجرم محمد افضل تيزندي کړل شو ى دى، په دغه مهال جيل اؤ دجيل لوري ته په تلونکو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.

په محمد افضل کال ١٩٩٥ء کې دځمکې په شخړه محمد سليم نومې يو تن وژلى ؤ اؤ په ٢٥مه مئ کال ١٩٩٥ء کې ورته دډسټرکټ اينډ سيشن کورټ لخوا دمرگ سزا اورول شوې وه.

دمجرم دنظرثانۍ درخواستونه اعلي عدالتونو مسترد کړي و اؤ دپاکستان صدر دهغه درحم اپيل هم رد کړى ؤ.

دشورو په ورځ دمجرم دکورنۍ غړو ته هغه سره دليدنې اجازه ورکړل شوې وه.

دپاکستان مرکزي حکومت په ١٧م دسمبر،٢٠١٤م کې په ابتدائي توگه هيواد کې يواځې دترهه گرۍ کيسونو کې دتيزندۍ په سزا عمل درامد پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو بحال کړى ؤ، خو وروستو حکومت دمرگ دسزا موندونکو ټولو مجرمانو په سزا عمل درامد بحال کړو.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG