لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف د ملک څخه د ترهگرۍ جرړې ويستو ژمنه تکرار کړې


نوازشريف وايي "زه تاسو ته وئيل غواړم چې دا ډېرکامياب اپرېشن دی د ترهگرو نېټ ورک ، ځالې او ټول نظام ختم کړی شوی او هغويې په تېښته دي".

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي په ملک کې ترهگري ډېره پخوا شورو شوې خو وايي وس مونږ د ترهگرۍ په ضد عمليات پېل کړي چې په کاميابۍ سره روان دي او د يو يو ترهگر د خاتمې پورې به ټول ملک کې عمليات دوام لري ، نوموړی وايي هند او افغانستان سره ښه تعلقات جوړول غواړو .

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ سټاک اېکسچېج (ونډوبازار) کې يوې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم ووئيل ، د ترهگرۍ په ضد روان اپرېشن کې د ترهگرو نېټ ورک تباه کړی شوی ، او ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړی شوي دي .

"زه وئيل غواړم چې دا ډېرکامياب اپرېشن دی د ترهگرو نېټ ورک ، ځالې او ټول نظام ختم کړی شوی او هغويې په تېښته دي".

نوموړي ووئيل د ترهگرۍ په ضد د اپرېشن سره په ملک کې دننه هغه عناصر چې بدامني جوړوي ، وسله واله ملېشه جوړه شوې او وژنې کوي د هغو په ضد د ټولو پارټو سره په صلاح ۲۰ نکاتي ايجنډا جوړ کړی شوې او په څلورو واړو صوبو کې پرې عمل روان دی .

"چې څو پورې د پاکستان نه اخری ترهگر نه وي ختم کړی شوی دا اپرېشن به روان وي".

په کراچۍ کې د روانو عملياتو په اړه وزيراعظم ووئيل په کال ۲۰۱۳م کې د ټولو پارټو په صلاح دغه اپرېشن شورو کړی شوی ، او د دغو عملياتو سره په ښار کې د تاوان دپاره تښتؤنې، هدفي وژنې، بهته (قلنگ) او نور جرمونه تر ډېره حده کم شوي دي ، او دا ښار به د جرمونو نه پاکولی شي . او د دی ښار امن ډېر ضروري دی ځکه چې د ملک ترقې ورسره تړلې ده .

"زه تاسو ته دا خبره واضحه کول غواړم چې د کراچۍ اپرېشن د کومې پارټۍ په ضد نه دی د جرائم پېشه ؤ خلاف دی".

هغه زياته کړه زه تاسو سره وعده کوم چې په ښار کې به عمليات ترهغې روان وي چې څو پورې جرائم پېشه عناصرنه وي ختم کړی شوي او خلکو ځانونه محفوظ نه وي گڼلي ، جرائم پېشه که هر چرته وي بچ به پاتې نه شي او په څلورو واړو صوبو کې به فرقه ايزه نښتې جوړؤنکي ختمولی شي .

په کراچۍ کې د وران کارو په ضد روانو هدفي عملياتو کې دوه اوونۍ وړاندې د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) په مرکزنائن زيرو رېنجرو چهاپه وهلې وه او د يو شمېر کسانو نيولو سره يې د دغې ځايې نه په غټه کچه د وسلې ترلاسه کولو وئيلي وو ، اېم کيواېم ډله په ښار کې په روانو عملياتو ټکونه کوي چې دا يواځې د دويې په ضد روان دي .

نوازشريف خپله وينا کې ووئيل مونږ د گاونډي هېوادونو سره ښه تعلقات جوړول غواړو ، او خواهش لرو چې هندوستان او افغانستان سره ټولې خبرې سمې شي .

افغانستان سره مو ښې مرستې رواني دي او زه هيله لرم چې دا به د دې سيمې په مسلو حل کولو او ترهگرۍ په ختمولو کې گټورې ثابتې شي

نوموړي ووئيل مونږ د ترهگرۍ په ضد جگړه کې په زرگونو ځانونه قربان کړي ، او ملک ته يې په اربونو روپۍ تاوان اړولی دی ، او چا چې دغه جنگ په مونږ مسلط کړی هغويې ته به ماتې ورکوؤ . هغه زياته کړه مونږ هڅه کوؤ چې په نړۍ کې د پاکستان مخ ښه ښکاره ، او ويې ووئيل په ملک کې د بجلۍ د کمې پوره کولو سره اقتصاد ښه کول او بهرنۍ سرمايه کارۍ سره تجارت ته وده ورکول غواړو .

XS
SM
MD
LG