لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور شپږ مجرمان تيزندي کړى شو


 په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، دجيل دننه اؤ خواؤشا سيمو کې درينجرز، پوليس اؤ ايف سي عسکر تعينات کړى شوي وؤ.
په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، دجيل دننه اؤ خواؤشا سيمو کې درينجرز، پوليس اؤ ايف سي عسکر تعينات کړى شوي وؤ.

دپاکستان دسندهـ اؤ پنجاب صوبو مختلفو جيلونو کې نن دقتل شپږ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.

دسکهر سنټرل جيل کې دمرگ دسزا دوه مجرمان عبدالرزاق چوهان اؤ جليل جوريجو سحر وختي تيزندي کړل شوي دي.

په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، دجيل دننه اؤ خواؤشا سيمو کې درينجرز، پوليس اؤ ايف سي عسکر تعينات کړى شوي وؤ.

عبدالرزاق چوهان کال ٢٠٠١ء کې اقرار ميراني نومې تن وژلى ؤ اؤ دجليل موريجو اؤ مقتول دوارثانو ترمينځ وروستي وخت کې دجوړجاړي لپاره هڅې وشوې خو بريالۍ نه شوې چې وروستو هغه تيزندي کړى شو.

دميانوالي سنټرل جيل کې مجرم محمد خان هم تيزندي کړى شو، محمد خان ٢٠١١ء کې محمد نواز نومې تن وژلى ؤ.

دلاهورکوټ لکهپت جيل کې هم يو مجرم محمد ايوب تيزندي کړى شو، مجرم ته دشيخو پورې دسيشن کورټ له لوري دمرگ سزا اورول شوې وه، دبهاؤلپور سنټرل جيل کې ديوې زنانه دقتلولو په جرم کې غلام ياسين تيزندي کړى شو.

دساهيوال سنټرل جيل کې دقتل مجرم محمد شهباز تيزندي کړ شو، هغه دجائيداد په شخړه يو ماشوم وژلى ؤ، دقتل دبل مجرم جعفرکالي په تيزندۍ عمل درامد دمقتول وارثانو سره دجوړجاړي وروستو اودرول شوى.

دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو لخوا شوې حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان تر دې مهاله د٥٠ؤ نه زيات مجرمان تيزندي کړي دي.

تيرکال په ١٧م دسمبر وزيراعظم نواز شريف دتيزندۍ په سزا دشپږو کلونو راهسې دلگيدلي بنديزد ختمولو اعلان کړى ؤ چې ورسره دترهه گرو دتيزندي کولو په سزا عمل درامد پيل شوى ؤ.

پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو دحملې څخه وروستو دپاکستان حکومت دهيواد دپوځ اؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره قومي ايکشن پلان جوړ کړى دکوم لاندې چې ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو سره په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ اؤ ورته ائيني تحفظ ورکړل شوى اؤ دغو عدالتونو ته دحکومت په وينا تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG