لاس رسیدونکی لینک

نريندرمودي په يوم پاکستان نوازشريف ته مبارکي ورکړې


نريندر مودي وئيلي هغه په دې خبره يقين ساتي چې ټولې حل طلبه خبرې د تشدد او دهشت نه په پاک ماحول کې د دوه اړخيزه مذاکراتو د لارې هوارېدی شي .

د پاکستان د ورځې (۲۳م مارچ) په موقع د هند وزيراعظم نريندر مودي خپل سيال نوازشريف ته د مبارکۍ پېغام استولی دی .

د ټولنيزو رابطو په وېب پاڼه ټويټر باندې خپل پېغام کې نريندر مودي وئيلي ، چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په نوم يې يو پېغام کې هغه ته د پاکستان د ورځې مبارکې وئيلې ده .

نريندر مودي وئيلي هغه په دې خبره يقين ساتي چې ټولې حل طلبه خبرې د تشدد او دهشت نه په پاک ماحول کې د دوه اړخيزه مذاکراتو د لارې هوارېدی شي .

د پاکستان وزيراعظم خپله د هندي وزيراعظم په بيان څه نه دي وئيلي ؤ ، او نن د گل په ورځ د پاکستان د دورځې په مناسبت اسلام اباد کې راجوړې د پوځي پرېډ دستورې ته په وينا کې صدرممنون حسېن خپله وينا کې وئيلي ، چې پاکستان هند سره د برابرۍ په بنياد ښه تعلقات غواړي .

نوموړي وئيلي مونږ د هند سره د دوستۍ شوق لرو او دې سره د خبرو د لارې د کشمير او نورې ټولې حل طلبه مسلې هوارول غواړو .

د پاکستان او هند اړيکې چې په وروستيو کې ترينگلې پاتې شوي د روانې مياشتې په لمړۍ کې د هند خارجه سيکرټري د اسلام اباد دروه کړې او وئيل کيږي د دغې راتگ سره به د دواړو ملکونو اړيکې ښې شي .

پاکستان کې نن د پاکستان ورځ نمانځل شوې او په دغې لړ کې پلازمينه اسلام اباد کې اووه کاله وروستو پوځي پرېډ شوی دی ، په دغې موقع کلک امنيتي گامونه پورته کړی شوي او اسلام اباد او راولپنډۍ کې موبائيل سروس بند کړی شوې وو ، او شکرپړيا کې د پرېډ گراؤنډ سره نزدې علاقو کې دينې مدرسې او مزارونه هم د ېوې اوونۍ دپاره تړل شوي دي .

د پاکستان د ورځې په مناسبت پلازمينه اسلام اباد او څلورو واړو صوبو کې د توپو سلامۍ او پوځي پرېډ کې د پوځ درې واړو څانگو گډون کړی ، د هوابازۍ سره ټېنکونه ، مېزائيلې او نور جنگي الات پرېډ گراؤنډ ته راوستې شوي او د څلورو واړو صوبو کلتوري نندارې هم وړاندې کړی شوي دي .

د پلازمېنې اسلام اباد نه علاوه هم د ملک په نورو برخو کې د پاکستان د ورځې په مناسبت دستورې جوړې شوې وې او دغه ورځ نمانځل شوې ده .

XS
SM
MD
LG