لاس رسیدونکی لینک

د قطر امير په دوه ورځنۍ اسلام اباد ته رسېدلی


شېخ تميم بن حماد الثاني د قطر د امير په توگه د پاکستان لمړۍ دوره کوي ، له دې وړاندې په کال ۲۰۱۰م کې نوموړی د ولي عهد په توگه پاکستان ته راغلی ؤ .

د قطر امير شېخ تميم بن حماد الثاني نن د گل په ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځنۍ دوره رارسېدلی دی ، او وزيراعظم نوازشريف په خپله په بېنظيربهټو انټرنېشنل ائيرپورټ د نوموړي هرکلی کړی دی .

شېخ تميم بن حماد الثاني د قطر د امير په توگه د پاکستان لمړۍ دوره کوي ، له دې وړاندې په کال ۲۰۱۰م کې نوموړی د ولي عهد په توگه پاکستان ته راغلی ؤ .

د قطرد امير هرکلي ته د وزيراعظم سره مرکزي وزيران ، د گډو ځواکونو مشر ، د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز او پاکستان کې د قطر سفير هم موجود وو ، او هغه ته د ۲۱ توپو سلامي ورکړی شوه .

د خارجه دفتر د وياند ترمخه د قطرامير د وزيراعظم نوازشريف په بلنه د پاکستان ته په دوه ورځنۍ دوره راغلی دی ، او هغه سره په پلاوي کې د قطر وزيران او لوړ پوړي چارواکي شامل دي .

د وياند ترمخه د اميرد راتگ سره به د دواړو هېوادونو اړيکې وده ومومي .

د راپورونو ترمخه نوموړی امير به خپله دوره کې د پاکستان صدر ممنون حسېن ، وزيراعظم نوازشريف سره وينې او په دغو ليدنو کې به د سيمې او نړۍ د حالاتو په گډون په دوه اړخيزه اړيکو او د توانايۍ ، سرمايه کارۍ ، تجارت او دفاع په موضوگانو خبري اتري کيږي .

د خارجه دفتر د وياند ترمخه د دواړو هېوادونو ترمينځ به په مختلفو شعبو کې يو بل سره د مرستو کولو په لوظنامه دستخط هم کولی شي .

پاکستان او قطر چې نزدې اړيکي لري ، په قطر کې د يو لاک نه زيات پاکستاني روزگارونه کوي ، او د هغويې لخوا پاکستان ته راتلونکي ترسيلات زر د ملک په ترقۍ کې مهم رول لوبوي .

XS
SM
MD
LG