لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان صدر اشرف غني د امريکې په سفرتلی


صدر به د پنجشنبې يا نهې په ورځ د امريکې پلازمينې واشنگټن څخه نيويارک ته ځي ، او هلته به د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون سره وويني .

د افغانستان صدراشرف غني او سترانتظامي مشر عبدالله عبدالله د يو لوړ پوړي پلاوي سره تېره شپه د امريکې پلازمېنې واشنگټن ته په پينځه ورځني سفر روان شوي دي .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارگ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې وئيل شوي ، چې صدر اشرف غني به په خپل دغې سفر کې د امريکې د صدر باراک اوباما ، د امريکې د مرستيال صدر جوبائيډن ، د کانگرس مشر ، د نېټو سازمان له سر منشي ، د امريکې د بهرنو ، دفاع ، ماليې او خزانې له وزيرانو او د نړيوال بېنک له مديره سره ويني .

اشرف غني د افغانستان د صدر جوړېدو وروستو په لمړۍ ځل د امريکې سرکاري دوره کوي ، او وئيل کيږي نوموړی به خپله دوره کې د امريکايي مشرانو سره افغانستان کې د امريکايي پوځ د موجودگۍ ، د وسله والو طالبانو په ضد روانه جگړه ، د داعش د خطرو اومالي ستونزو سره په نورو امورو خبرې اترې کوي .

دغه رنگ اشرف غني به د پنجشنبې يا نهې په ورځ د امريکې پلازمينې واشنگټن څخه نيويارک ته ځي ، او هلته به د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون سره وويني .

د صدارتي ماڼۍ څخه خپور شوي بيان کې وئيل شوي ، چې صدر اشرف غني سره په دغې سفر کې سترانتظامي مشر عبدالله عبدالله ، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملگرتيا کوي .

XS
SM
MD
LG