لاس رسیدونکی لینک

د داعش نه به د کُرد جنگيالو بدل اخلو، کُرد مشر


بارزاني وئيلي " هغه خلک چې پېشمرگه (کُردجنگيالي) يې دا وخت يا له دې نه وړاندې وژلي ، هغويې دې واوري چې د پېشمرگه لاسونه به د هغو گرېوان ته رسي" .

د امريکې مرستيال صدر جوبائېډن د خالي په ورځ د عراقي کُردستان صدر مسعود بارزاني سره ټيليفوني خبرو کې تېره اوونۍ د داعش د وسله والو لخوا د درېو کُرد جنگيالو نه د سرغوڅولو په پېښه غمرازي کړې ده .

سپېنې ماڼۍ وئيلي دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړی چې " داسې دردؤنکی بربريت د داعش اصليت په ډاگه کوي او دويې په دې خبره يو دي چې داعشت ته به ماتې ورکوي" .

بارزاني ژمنه کړې چې د داعش نه به د وژنو بدل اخلي . يو آن لائن بيان کې نوموړي وئيلي ،" هغه خلک چې پېشمرگه (کُردجنگيالي) يې دا وخت يا له دې نه وړاندې وژلي ، هغويې دې واوري چې د پېشمرگه لاسونه به د هغو گرېوان ته رسي" .

داعش د جمعې په ورځ انټرنېټ باندې يو ويډيو خپره کړې او ادعا يې کړې ده چې دغه خلک د کُردانو لخوا په داغل شوي د راکټ په پېښه کې ژوبل شوي وو ، او بيا ښودل شوي دي چې د درېو کُرد جنگيالو نه سرونه غوڅولی شي .

يو وسله وال چې تورې جامې يې اغوستي دي بارزاني ته په مخاطب کولو دړکه ورکوي که چرته فضائي حملې بندې نه شوې نو دغه رنگ به نور خلک ووژل شي .

گاونډي ملک شام کې د انساني حقونو سره اړونده څيړونکو تور لگولی چې داعش په دوه کُردانو د نوي کال د خوشحالو کولو په مهال حمله وکړه ، او په دغې حمله کې ۴۵ کسان ووژل شو .

برطانيه کې قائمې ادارې "سيريئن ابزرويټري فار هيومن رائټس" وئيلي چې شمال ختيز ښار حساخ کې د کُردانو په ضد ځانمرگي او موټري بمي چاؤدنه شوې ده .

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون د دغې حملې غندنه کړې او دا يې ناوړه عمل بللی دی .

XS
SM
MD
LG