لاس رسیدونکی لینک

تيراه : فضائي حملو کې ٧ جنگيالي وژل شوي


دامنيتي سرچينو ترمخه پوځي جيټ الوتکو تيراه کې دکالعدم تنظيمونو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې ٧ جنگيالي وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دخالي په ورځ شوؤ فضائي حملو کې لږ ترلږه ٧ جنگيالي وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه پوځي جيټ الوتکو تيراه کې دکالعدم تنظيمونو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې ٧ جنگيالي وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

سيمه ييزې سرچينې وائي چې دتيرو څو ورځو راهسې تيراه کې پرله پسې گن شپ هيلي کاپټرې اؤ جيټ الوتکې دترهه گرو په شکمنو ځالو گوله باري اؤ بمباري کوي.

باوري کيږي چې تيراه کې دتندروه ډلو تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اؤ لشکراسلام په گڼ شمير کې جنگيالي خوندي ځالې لري.

خيبرايجنسۍ کې دغه وروستۍ حملې په داسې حال کې شوي چې سيمه کې تيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې دخيبرون په نوم عمليات روان دي چې پکې دپوځي چارواکو ترمخه په لسگونو جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه کړل شوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG