لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويسټ انډيز ته په ماتې ورکولو نيوزي لينډ سيمي فائنل ته رسيدلى


 دويلنگټن ويسټ پيک اسټيډيم کې روان ميچ کې نيوزي لينډ دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٩٣ رنز جوړ کړل.
دويلنگټن ويسټ پيک اسټيډيم کې روان ميچ کې نيوزي لينډ دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٩٣ رنز جوړ کړل.

دکرکټ ورلډ کپ په څلورم اؤ اخري کوارټر فائنل کې نيوزي لينډ ويسټ انډيز ته په ١٤٣ رنز ماتې ورکولو سره سيمي فائنل ته رسيدلى اؤ دغلته به دهغوي مقابله جنوبي افريقې سره وي.

دويلنگټن ويسټ پيک اسټيډيم کې روان ميچ کې نيوزي لينډ دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان ٣٩٣ رنز جوړ کړل.

مارټن گپټل دويسټ انډيز بولران سخت وټکول اؤ په ١٥٢ بالونو يې د٢١ؤ چوکو اؤ ٨ؤ چکو په مدد سره يو ورځنو ميچونو کې ډبل سنچري جوړونکي لمړى کيوي بيټسمين جوړ شوى، هغه په جارحانه انداز کې دبيټنگ کولو کولو سره 237 رنز جوړ کړي ، مارټن گپټل لمړى بيټسمين دى چې دومره زيات سکور يې جوړ کړي، له دې وړاندې دې ټورنامنټ کې دويسټ انډيز کرس گيئل تر دورلډ کپ تر ټولو زيات 215 رنز جوړ کړي وؤ.

دمارټن گپټل ترڅنگ روس ټيلر ٤٢، کپتان برينډن ميکولم ١٢، کين وليم سن ٣٣، کورى اينډرسن ١٥، گرانټ ايليټ ٢٧ اؤ لوک رونکي ٩ رنز جوړ کړل، ډينئل ويټوري د٨ په انفرادي سکور اؤټ شو.

دويسټ انډيز له لوري جيروم ټيلر په ٧١ رنز ورکولو سره درې اؤ اندرى رسل په ٩٦ رنز ورکولو سره دوه وکټې ترلاسه کړي.

دکرکټ ورلډ کپ په څلورم اؤ اخري کوارټر فائنل کې نيوزي لينډ ويسټ انډيز ته په ١٤٣ رنز ماتې ورکولو سره سيمي فائنل ته رسيدلى اؤ دغلته به دهغوي مقابله جنوبي افريقې سره وي.

دويسټ انډيز له لوري کرس گيل داتوؤ چکو اؤ دوؤ چوکو په مدد سره ٦١ ، جى چارلس درې، سمنز١٢، سيموئلز ٢٧،ريمډنټ صفر، جى کارټر ٣٢، سيمي ٢٧، رسل ٢٠، هولډر٤٢، ټيلر١١ رنز اؤت شول اؤ ايس جى بين په نهه رنز ناټ اؤټ پاتې شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG