لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویره ، کرکه او کينه .. څوک خورَوي؟


په پاکستان کې چې د ښځو ، لگکیو د حقونو لپاره یا نورو غلطو روایاتو په ضد کله هم څوک اواز پورته کوي یا څه غوښتنه کوي نو د ښي اړخه مفکورې مبصرين، د خپرونو کوربانه او کالم ليکونکي اکثره وخت واېي ددې هر څه زموار مغربي تهذیب او غربي هیوادونه دي- ددغه نيوکو اظهار په ټي وي چینلو، ریډیو گانو او اخبارونو کې هره ورځ ليدل کیدلې شي- ورستې مثال یې د ښاغلي اوریا مقبول جان تازه کالم دی-

اوریا مقبول جان د پاکستان یو سرکاري افسردی- ښاغلې جان په میډیا کې اکثره د سخت دريځو په پلوۍ کې خبرې کوي او د ښي اړخیزه مفکورې پلوي دی - داردو ژبې په ورځپاڼه ایکپریس کې چاپ شوي خپل تازه کالم حرف راز کې د " ویره ، کرکه، کينه، جذبات او اړي گړي" په سر خط ليکي ، د غیر ملکي سفارت خانو په سرمایه روانې نغارې د یوحنا اباد عيسایان راوپارول او دوه کسان یې ژوندي وسوزول- د مارچ په 15مه د پنجاب په لاهور کې د تحریک الاحرار وسله واله گوند د عیسایانو په کليسا ځان مرگي بريدونو کې 15 عیسایان وژلي وو ددغه پیښې خلاف د احتجاج په وخت قهرژنو مظاهره چیانو دوه عام کسان د ترهگرو د ملگرو په شک کې ژوندي سوزولي وو-

ښاغلې مقبول جان دخپل ليک په شورو کې ليکي مخې ته یې د یوې سفارت خانې او دهغې د یوي ځاېي کار کونکې امدادي ادارې د اشتهارونو بنډل پروت دی – ښاغلې مقبول جان ليکي ، دې اشتهارونو کې د ځایې امدادي ادارو (این جي اوز) نه دپنگو اخستو لپاره درخواستونه غوښتل شوي دي- ښاغلي جان سره فکر مل دی چې غیر ملکي سفارت خانې د لکونو پونډونه او ډالرې د خپلو مقصدونو پوره کولو د پاره ورکوي- ښاغلي جان واېی دغه مقصدونه دادي چې د وکالت او بیدارۍ په نوم د ښځو او اقلیتنونو د حقونو د سرغړونې پرچار وشي او په دغه بنیاد د اولسي ټولنې په لاره ویره ، کرکه، کينه، جذبات او اړی گړی پیدا کړی شي-

ښاغلی جان واېي د لاهور عيسایان هم ددغه بهر نیو سفارت خانو په پنگو روانو این جي او گانو- نغارو راپارولي دي او د تپوس په شکل کې لیکي اوس دعوا په چا پکار ده؟ د ښاغلي جان د کالم مرکزي نقطه داده چې ددغه دواؤ کسانو د سوزولو زمواري په اولسي ټولنه او بهر نیو سفارت خانو پریوځي-

زه د ښاغلي جان تپوس ته سم یا غلط نه واېمه خو د پاکستان په تاریخ کې د ځيني مشهورو پېښو نه څه راخلم او بیا تاسو تپوس وکړۍ چې اصل کې راپارول څوک کوي؟

خپله د پاکستان حکومت واېي په تیرو پينځلسو کالو کې په هېواد کې دحکومتي مشرانو، د امنیتي ادارو غړو ، مذهبي مشرانو په گډون نزدې پنځوست زره خلق د دهشت گردو په حملو کې وژل شوي- د سعودي د سني وهابي نظریې ارب پتي شیخ اسامه بن لادن د دهشت گرده ډلې القاعدې پاکستاني شراکت داره طالبان ددغه مرگونو زمواري مني او وایې دویې به دغه شان نور خلق هم وژني- د پاکستان طالبان اوس د یو بل خپل سره اسلامي خليفه ابو بکر البغدادي ملگري دي- د چا تنظیم داعش چې په سوونو خلقو نه مرۍ غوڅې کړي او ژوندي یې ښخ کړي دي-

د پاکستان د امن او انصاف قامي کمیشن په خپل رپورټ "دکرښې لاندې ژوند" کې واېي په هیواد کې 76 فيصده غیر مسلمانانو ښځو سره په زور جنسي زیاتې کیږي- مثال په توگه رنکل کماري نه په زور فریال جوړه کړې شوه او نسيمه لبانو سره گڼو مسلمانانو سړو جنسي زیاتې وکړو- دپاکستان د بشري حقونو کمیشن هم واېي په سنده او بلوچستان صوبه کې د سونو په شمیره کې د هندوانو پیغلې په زور تښتول کیږي او ورله مذهب بدلول کیږي – د سنده او بلوچستان نه د زرگونو په شمیره کې هندوان هند ته تښتیدلي- د خیبر پښتونخوا د عیسایانو بشپ هېمفري سرفراز واېي په تیرو څو کالو کې پينځلس زره عيسایان د پاکستان نه تښتیدلي دي-

په اگست پینځلسم کال 2010م کې د سیالکوټ په یوترا والي کې دوه وروڼه مُغيس او منيب لومړې گڼو نورو مسلمانانو اوژل بیا ېی ورله مړي په بازار کې راښکل او بیا یې د بجلۍ په ستن پورې زوړند کړل او چې اور یې ورته پورې کولو نو خپلوان ېی ورسیدل – د خلقو شک ؤ دواړه ورڼه غله دي-

په دریم نومبر 2014م په لاهور کې په زرگونو خلقو یو عیساېي ښځه خاوند ژوندي وسوزول په هغو د قران د سپکاوي شک وو-

په 1988م کې د اختر د میاشت په ليدلو د جگړې شورو کیدلو ورستو په گلگت بلتستان کې گڼ شمیر شیعه مسلمانان اوژل شول او ورله څاوري حلال کړې شول-

په پاکستان کې د حقونو غوښتلو او خپلو مذهبي چارو تر سره کولو په سر د وژلو لړۍ ډیره پخوانۍ ده-

په 1953م کې د احمدیانو خلاف قهر ژنو مظاهرو کې گڼ شمېراحمدیان له مينځه لاړل، دوکانونه، کورونه ، مرکزونه یې ړنگ کړې شول او د درې میاشتو کرفیو په ځایې کړې شوه- د احمدیانو د وژلو لړۍ لا وس هم دوام لري-

په نړیواله کچه منل شوي رپورټونه واېي په 1971 کې په بنگال کې د پاکستان نه ازادي غوښتونکي درې میلینه بنگالیان وژل شوي وو او تور دی د درې لکه بنگالیو ښځو سره د پاکستان پوځیانو په زور زنا وکړه-

د پاکستان ښي اړخه ليکونکي په خپلو ليکونو کې د خپلو شخړو او لانجو لپاره اکثره غرب یا غیرو مسلمانانوته گوته نيسي او اکثره د خپلو کمزورو پړه په نورو اچوي- د مذهبي نفرت او کرکې په ځایې ساتلو لپاره د تهذیيبی دروغو ننداره حیرانونکې ده - د انصاف تقاضه داده چې دمذهب په نوم د هر قسمه ظلم غندنه وشي که هغه د یوحنا اباد د دوه بې گناه مسلمانانو ژوندي سوزل وي او که په لاهور کې د یو ې عیساېي ښځې او خاوند ژوندي سوزول وي -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG