لاس رسیدونکی لینک

ديمن جوماتونو کې خودکش حملې،١٣٠ کسان مړۀ


حملې دجمعې په ورځ به بدر اؤ الهشوش نومې جوماتونو کې ترسره شوي، دوه دواړه جوماتونه دشيعه مسلمانانو دزيدي ډلې سره تعلق لري.

روغتيائي چارواکي وائي چې ديمن پلازمينه صنعاء کې په دوؤ جوماتونو کې دوؤ خودکش حملو له امله ١٣٠ کسان وژل شوي اؤ د٢٠٠ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

حملې دجمعې په ورځ بدر اؤ الهشوش نومې جوماتونو کې ترسره شوي، دوه دواړه جوماتونه دشيعه مسلمانانو دزيدي ډلې سره تعلق لري.

راپورونه وائي چې يو خودکش حمله کوونکي دنمونځ کوونکو په مينځ کې په ځان پسي تړلي بارود وچول اؤ کله چې دلمړۍ حملې څخه بچ شوؤ کسانو بهر ددروازو څخه دوتلو هڅه کوله نو بل خودکش بهر دهغوي په انتظار وؤ اؤ هم ځان والوځولو.

ددې حملو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دټي وي فوټيج کې ښودل کيږي چې دچاؤدنې وروستو دجوماتونو څخه بهر په لسگونو مړي پراتۀ دي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتالونو ته وړل کيږي.

په ډاگه دې وي چې يمن کې سږکال دوهمه موقعه ده چې پکې درنې چاؤدنې شوي له دې وړاندې دجنورۍ مياشت کې دپوليس اکيډيمۍ کې يوه خودکش حمله کې ٤٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG