لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : د جومات مخې ته چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


د پېښې د عېني شاهدينو په وينا چې څنگه خلک د جومات نه بهر راوتل ، زوروره چاؤدنه وشوه .

د پاکستان سترصنعتي ښار کراچۍ په ارام باغ علاقه کې د بوهري ورورولۍ د جومات (صالح مسجد) مخې ته بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه کسان وژل شوی او نهه نور ژوبل شوي دي .

د کراچۍ په ارام باغ علاقه کې د جومات مخې ته دغه پېښه د جمعې د نمانځه وروستو رامنځته شوې ده ، او د ښار د پوليس وياند عتيق شېخ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی وکړو چې چاؤدنه کې دوه کسان حسنېن او شبير وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي .

له دې وړاندې د چاؤدنې په ځايي مطبوعاتو سره خبرو کې د ښار جنوبي سيمې د پوليس مشر عبدالخالق شېخ وئيلي ؤ د جومات مخې ته په موټر سائيکل کې بارودي مواد اېښودی شوي او په ريموټ ډزول شوي دي .

نوموړي پېښه کې د څلورو کسانو د ژوبلېدو وئيلي ؤ .

ولې راپورونه وايي پېښه کې وژل شوي او ژوبل د ښار سول روغتون ته وړل شوي دي .

د پېښې د عېني شاهدينو په وينا چې څنگه خلک د جومات نه بهر راوتل ، زوروره چاؤدنه وشوه .

د پېښې ځايي ته پوليس او رېنجر رسېدلي او د موقعې نه يې شواهد ترلاسه کړي ، پوليس چارواکو وايي د بم ډسپوزل سکوارډ امله مالوموي چې چاؤدنه کې څومره بارودي مواد کارول شوي دي .

پوليس چارواکي وايي د دغې پېښې وروستو په ښار کې د عبادت په ځايونو سيکيورټي نوره سېوا کړی ده .

XS
SM
MD
LG