لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د ورلډکپ سيالو نه بهر شو


په کوارټر فائنل مېچ گټلو به د اسټريليا ټيم سيمي فائنل کې هند سره مخامخ کيږي .

د ورلډکپ کوارټرفائنل مېچ کې د اسټريليا ټيم پاکستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه ، د اسټريليا ټيم سيمي فائنل ته ورسېد او پاکستان د ورلډکپ نه بهر شو .

د پاکستان او اسټريليا ټيمونو ترمينځ کوارټر فائنل مېچ کې پاکستان ټاس گټلی او لمړی يې بيټنگ اخيستی ؤ او په په اخرني ۵۰م اوور کې يې په ټولو لوبغاړو اؤټ کېدو ۲۱۳ رنزونه جوړ کړي وو .

په ځواب کې د اسټريليا ټيم په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو په ۳۴م اوور کې ټاکلی هدف پوره کړو او مېچ يې وگټو .

د اسټريليا لخوا سټيون سمتهـ ۶۵، شېن واټسن او گېلن مېگزول ۴۴ رنزونه جوړ کړل .

د پاکستان لخوا وهاب رياض ۲ او سهېل خان او احسان عادل يو يو وکټ واخيستو .

په ايډيليډ کې ترسره دغې مېچ کې د پاکستاني ټيم بېټسمېنانو کومه ښه کارکردگي ونه کړی شوه ، او کهلاړيان يې پرله پسې زر زر اؤټ شو ، دغه رنگ بالرانو يې هم ډېر کهلاړيان اؤټ نه کړی شو .

د پاکستان په بيټنگ کې زيات رنزونه حارث سهېل جوړ کړل په ۵۷ بالونو په ۴۱ رنزونو اؤټ شو ، نورو لوبغاړو کې احمدشهزاد ۵ رنزونه ، سرفرازاحمد ۱۰، مصباح الحق ۳۴، عمراکمل ۲۰، صهېب مقصود ۲۹، شاهدافريدي ۲۳ او وهاب رياض ۱۶ رنزونه جوړ کړي وو .

د اسټريليا جوش هېزليوډ دپاکستان څلور لوبغاړي اؤټ کړي ، ا ومائيکل سټرېک او گېلن مېگزول دوه دوه وکټې اخيتسې وې .

په کوارټر فائنل مېچ گټلو به د اسټريليا ټيم سيمي فائنل کې هند سره مخامخ کيږي .

پاکستان د ټورنامنټ په پول مېچونو کې لمړي دوه بائيللي او وروستي څلور واړه يي گټلي وو .

اسټريليا هم څلور مېچونه گټلي او يو يې بائيللی ؤ .

XS
SM
MD
LG