لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسۍ : دگن شپ هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې 20 جنگيالي وژل شوي


دامنيتي چارواکو ترمخه دتيراه په نري بابا، سنډاپال اؤ دتندروه ډلو لشکراسلام اؤ تحريک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دشکمنو جنگيالو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې لږ ترلږه ٢٠ جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي چارواکو ترمخه دتيراه په نري بابا، سنډاپال اؤ دتندروه ډلو لشکراسلام اؤ تحريک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دشکمنو جنگيالو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

بل لوري ته دسرچينو وينا ده چې تيراه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان ترسره شوې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې هم ١٠ عسکر ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو يو کاروان په ننگروسه سيمه کې روان ؤ چې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه، پيښه کې لس عسکر ژوبل شوي اؤ دهغوي گاډى تباه شوى.

چارواکي وائي چې ژوبل عسکر دعلاج لپاره دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې کمبائنډ ملټري هسپتال ته رسول شوي دي.

ددغه چاؤدنې ذمه واري لشکراسلام ډلې په غاړه اخستې ده.

دژوبل شوؤ عسکرو نومونه حوالداران شهزاد، رمضان اؤ ابوبکر، سپاهيان، عمران مختار، ابو رحمان، الطاف، عبدالمجيد، فضل رحمان ، صدام اؤ محمد ياسر ښودل شوي دي.

دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې عمليات پيل کړي اؤ ددغه قپائيلي سيمې په مختلفو برخو دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه وخت په وخت گوله باري اؤ بمباري کوي.

دخيبرايجنسۍ ترڅنگ دپاکستان پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې هم دمقامي اؤ غيرملکي جنگياليو په ضد عمليات پيل کړي اؤ په دغو دواړو قبائيلي سيمو کې پوځ وروستو له هغې چټکتيا راوستې چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژنې ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه واخسته.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر

وژلي خو سيمې پوې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله ددغه پوځي دعوې پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG