لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره : ټريفکي پيښه کې ١٠ کسان مړۀ شوي


 دسرچينو ترمخه دمانسهرې ضلعې دبالاکوټ سيمې څخه سنگړ سيمې ته تلونکى جيپ دتيزرفتارۍ په وجه ډرائيور نه بې قابو شوى اؤ يوې ژورې کندې ته پريوتى
دسرچينو ترمخه دمانسهرې ضلعې دبالاکوټ سيمې څخه سنگړ سيمې ته تلونکى جيپ دتيزرفتارۍ په وجه ډرائيور نه بې قابو شوى اؤ يوې ژورې کندې ته پريوتى

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مانسهره سيمه کې دتيزرفتارۍ له امله يو گاډى ژورې کندې ته پريوتى چې په نتيجه کې يې دشپږو ښځو په گډون ديوې کورنۍ ١٠ کسان مړۀ شوي دي.

دسرچينو ترمخه دمانسهرې ضلعې دبالاکوټ سيمې څخه سنگړ سيمې ته تلونکى جيپ دتيزرفتارۍ په وجه ډرائيور نه بې قابو شوى اؤ يوې ژورې کندې ته پريوتى چې له امله يې گاډي کې ناست ديوې کورنۍ لس کسان مړۀ شوي، وژل شوؤ کې شپږ ښځې هم شامل دي اؤ ددې ترڅنگ درې کسان ژوبل شوي هم دي.

دپيښې داطلاع په ترلاسه کيدو پوليس اؤ دامدادي ډلو غړي دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دمانسهرې شاه عبدالله تدريسي هسپتال ته رسولي، دمړو شوؤ کسانو مړي خپلو پلرنو سيمو ته روان کړل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې گاډي کې ناست ديوې کورنۍ خلک دعمرې دادا کولو څخه وروستو دراتلونکي نواز نومې يو تن ائيرپورټ څخه دراوستلو په مهال ددغه پيښې سره مخ شوي دي.

دپاکستان مختلفو سيمو کې له دې وړاندې هم دغه شان ټريفکي حادثې رامينځته شوي چې په وجوهاتو کې يې دسړکونو خراب حالت، دډرائيورانو ناتجربه کاري اؤ تيزرفتاري شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG