لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : وزيراعظم سره دپوځ دسرلښکر ليدنه


ددغه ليدنې په مهال دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم موجود وؤ.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وزيراعظم ميا نوازشريف سره ليدنه کړې ده چې پکې دترهه گرو په ضد شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو اؤ دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دامن وامان په صورتحال غور شوى دى.

ددغه ليدنې په مهال دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اؤ دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم موجود وؤ.

چوهدري نثار علي خان يوه ورځ دمخه پاکستان کې دبرطانيې هائي کمشنر سره ليدنه کړې اؤ دميډيا راپورونو ترمخه هغه سره رينجرز ځواکونو ته دايم کيو ايم دمشر له لوري دشوؤ دړکو اؤ کراچۍ کې دهغه په ضد په درج کړل شوې مقدمه خبرې اترې کړې وې.

سرچينې وائي چې دپوځ دسرلښکر اؤ وزيراعظم ترمينځ دنننۍ ليدنې په مهال شمالي وزيرستان کې په روانو عملياتو، جنوبي وزيرستان ته دکډوالو دستنولو په عمل اؤ کراچۍ کې دامن وامان په صورتحال خبرې اترې شوي دي.

له دې وړاندې اسلام اباد کې دمسلم ليگ(ن) داسمبلۍ غړو سره دليدنې په مهال وزيراعظم نواز شريف وئيلي وؤ چې هيواد کې ترهه گرۍ لپاره هيڅ ځايې نشته اؤ چاته به دغيرقانوني وسلې وړلو راوړلو اجازه ورنۀ کړل شي.

نوازشريف وئيلي وؤ چې کراچۍ دملک معاشي مرکز دى اؤ دغلته اپريشن دټولو سياسي گوندونو په اتفاق سره پيل کړل شوى ؤ.

نوازشريف وويل چې کراچۍ کې دجرائم پيشه کسانو خلاف عمليات دټولو په گټه دي اؤ دعوه يې وکړه چې داپريشن څخه وروستو دتاوان لپاره دتښتولو پيښو، هدفي وژنو اؤ نورو پيښو کې کمى راغلى دى.

XS
SM
MD
LG