لاس رسیدونکی لینک

مهم طالب کمانډر خاورې محسود د ډرون بريد کې وژل شوى


کمانډر خاورې محسود دطالبانو د وژل شوي مشر بيت الله محسود د مهمو جنگيالو کمانډرانو څخه ؤ

دپاکستان طالبانو تحريک د زيارت په ورځ منلې چې دهغوئ يو مهم کمانډر اؤ حکيم الله محسود نزدې ملگرى خاورې محسود د ډرون په يوه حمله کې وژل شوى دى.

کمانډر خاورې محسود د طالبانو ليکو کې زيات اثر رسوخ لرلو اؤ دپاکستان اؤ افغانستان دننه د طالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو ترسره شوؤ يو شمير بريدونو کې ککړ ؤ.

دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري د زيارت په ورځ د خاورې محسود په اړه مطبوعاتو ته دجاري شوي بيان له مخې کمانډر خاورې محسود تيره ورځ يعنې په اتلسم مارچ دافغانستان اؤ پاکستان د گډې پولې ترڅنگ دکرمې ايجنسۍ په شابک سيمه کې ترسره شوي يو ډرون بريد کې وژل شوى.

طالبانو دا هم منلې ده چې په دغه بريد کې د خاورې محسود دوه نور ملگري هم وژل شوي دي.

دکمانډر خاورې محسود تعلق د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ سره روغه سيمې سره ؤ اؤ هغه دطالبانو د وژل شوي مشر بيت الله محسود د مهمو جنگيالو کمانډرانو څخه ؤ.

ددې ترڅنگ دغه طالب کمانډر دحکيم الله محسود په شخصي ساتونکو اؤ باوري ملگرو کې هم شميرل کيدو.

طالبانو پخپل بيان کې دا هم منلې ده چې کمانډر خاورې محسود دافغانستان په پکتيا،پکتيکا،کونړ، خوست اؤ د پاکستان په باجوړ،مهمند،خيبر،دره ادم خيل، اورکزئ، کرم ،شمالي اؤ جنوبي وزيرستان ايجنسو کې په امنيتي ځواکونو ترسره شوؤ يو شمير بريدونو کې لاس لرلو .

له دې وړاندې د پاکستان په قبائيلي سيمو کې دالقاعده اؤ طالبانو گڼ شمير مهم کمانډران د بې پيلوټه امريکايي الوتکو په ميزائيلي بريدونو کې وژل شوي دي چې په هغې کې د پاکستاني طالبانو مشران بيت الله محسود اؤ حکيم الله محسود هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG