لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې نور څلور مجرمان تيزندي کړى شول


دراولپينډۍ په په اډياله جيل کې درې مجرمان تيزندي کړل شوي، تيزندي کړل شوؤ کسانو کې محمد اصغر، غلام محمد اؤ ګلستان زمان تيزندي کړى شول.

دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې نور څلور مجرمان هم تيزندي کړل شوي چې له دې وروستو تيرو دريوؤ ورځو کې دتيزندي کړل شوؤ کسانو شميره ٢٥ؤ ته رسيدلې ده.

دوه ورځې دمخه دکراچۍ، ملتان، فيصل اباد، جهنگ، گجرانواله، پينډۍ اؤ ميانوالي جيلونو کې ١٢ کسان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ تيره ورځ هم جهنگ، لاهور، فيصل اباد، پينډۍ، اټک اؤ ميانوالي کې ٩ کسان تيزندي کړل شوي وؤ.

دراولپينډۍ په په اډياله جيل کې درې مجرمان تيزندي کړل شوي، تيزندي کړل شوؤ کسانو کې محمد اصغر، غلام محمد اؤ گلستان زمان تيزندي کړى شول.

محمد اصغر اؤ غلام محمد دواړه وروڼه وؤ اؤ هغوي په ١٩٩٦ء کې خپل دوه رشته داران وژلي وؤ، په گلستان نومې مجرم ١٩٩٨ء کې دخپل رشته دار دوژلو مقدمه درج شوې اؤ وروستو ورته دمرگ سزا اورول شوې وه.

ټولو عدالتونو ددغو مجرمانو سزا پځايې ساتلې وه اؤ صدر هم دهغوي درحم اپيلونه رد کړي وؤ.

ميانوالي کې هم دقتل يو مجرم عبدالستار تيزندي کړل شوى دى، مجرم عبدالستار په کال ١٩٩٢ء کې ددښمنۍ په اساس يو تن وژلى ؤ.

تيرکال په ١٧م دسمبر وزيراعظم نواز شريف دتيزندۍ په سزا دشپږو کلونو راهسې دلگيدلي بنديزد ختمولو اعلان کړى ؤ چې ورسره دترهه گرو دتيزندي کولو په سزا عمل درامد پيل شوى ؤ.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو دحملې څخه وروستو دپاکستان حکومت دهيواد دپوځ اؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره قومي ايکشن پلان جوړ کړى دکوم لاندې چې ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو سره په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ اؤ ورته ائيني تحفظ ورکړل شوى اؤ دغو عدالتونو ته دحکومت په وينا تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي دي.

چارواکي وائي چې ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا دقومي ايکشن پلان لاندې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري ترسره شوؤ کارروائيو کې تر دې مهاله په زرگونو شکمن کسان نيول شوي دي.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دحملې څخه وروستو نۀ يواځې دا چې حکومت هيواد کې د٢٠٠٨م څخه په تيزندۍ لگيدلى بنديز پورته کړو اؤ دهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې گڼ مجرمان تيزندي کړل بلکې پوځ دهيواد په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دوړاندې څخه روانو عملياتو کې هم تُندي راوستې

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

ټاکل شوې وه نن به دبلوچستان په مچهـ جيل کې دمرگ سزا موندونکى مجرم اؤ دايم کيو ايم غړي صولت مرزا هم تيزندي کولى شي خو د صدر ممنون حسين په احکاماتو دهغه دمرگ په سزا عمل درامد دريوؤ ورځو لپاره ځنډول شوى دى.

دصولت مرزا په تيزندۍ عمل درامد وروستو له هغې اودرول شوى چې هغه په يو ويډيو پيغام کې دځان دتيزندي کولو څخه څو ساعته وړاندې دمتحده قومي موومنټ دمشر الطاف حسين په گډون ددغه گوند په قيادت سخت تورونه ولگول.

په دغه ويډيو کې پيغام کې صولت مرزا ځان دعبرت نخښه گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې هغه ايم کيو ايم کې دشامليدو اراده لرونکو اؤ نوؤ کارکوونکو ته خبردارى ورکول غواړي چې هغه ته دې وگوري اؤ عبرت دې واخلي چې څنگه استعمال کړى شو اؤ بيا پريښودل شو

صولت مرزا وئيلي دي چې هغه دايم کيو ايم يو کارکوونکى ؤ اؤ کى اي ايس سي دمشر شاهد حامد دوژلو لپاره ورته دبابر غوري په ذريعه الطاف حسين څخه دهغه دوژلو احکامات ترلاسه شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG