لاس رسیدونکی لینک

سري لنکا ته په ماتې ورکولو جنوبي افريقا سيمي فائنل ته رسيدلې


دشورو په ورځ سډني کې لوبول شوي ميچ کې سري لنکا دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه کومه چې دهغوي لپاره سمه ثابت نۀ شوه اؤ ټول ټيم يې په 37.2 اورونو کې په ١٣٣ رنز اؤټ شو.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ دکواټر فائنلو په لمړۍ مقابله کې جنوبي افريقې سري لنکا ته په اوؤ وکټو ماتې ورکولو سره سيمي فائنل کې ځايې جوړ کړى.

دشورو په ورځ سډني کې لوبول شوي ميچ کې سري لنکا دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه کومه چې دهغوي لپاره سمه ثابت نۀ شوه اؤ ټول ټيم يې په 37.2 اورونو کې په ١٣٣ رنز اؤټ شو.

يو ورځنو ميچونو کې پرله پسې څلور سنچريانې جوړونکي تکړه بيټسمين سنگاکاران هم دې ميچ کې ښه کارکردگي ونه ښودل شوه اؤ هغه په ٩٦ بالونو ٤٥ رنز جوړ کړل، دهغه نه علاوه تريمانى ٤١ رنز جوړ کړل.

دجنوبي افريقې لخوا ډوميني پرله پسې په دريوؤ بالونو درې وکټې ترلاسه کړي اؤ عمران طاهر دڅلورو لوبغاړو په اؤټ کولو کې بريالى شو. اسټئن، ايبټ اؤ مورکل هم يو، يو وکټ ترلاسه کړه.

جنوبي افريقې د١٣٤ رنز هدف په ١٨م اوور کې ديو وکټ په تاوان په اسانۍ سره پوره کړو، دجنوبي افريقې لخوا کيو ډي کوک د٧٨ رنز ناټ اؤټ اننگز ولوبولو.

په ښه بولنگ دجنوبي افريقې عمران طاهر دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

XS
SM
MD
LG