لاس رسیدونکی لینک

پيښور: طالبانود(ن) ليگ سيمه ييز مشر سردار محمد ووژلو


دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دمشر دوژلو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) په غاړه اخستې ده.

راپورونه وائي وسله والو جنگيالو دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) سيمه ييز مشر حاجي سردار محمد دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په يکه توت سيمه کې وژلى دى.

پيښور کې د(ن) ليگ سيمه ييز مشر يوه ورځ وروستو له هغې ووژل شول چې تيره ورځ هم په پيښور کې سي ائي اى سره داسامه بن لادن په پيدا کولو کې دمرسته کوونکي بندي ډاکټر شکيل افريدي وکيل سميع الله افريدى هم وژل شوى ؤ.

دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) د سيمه ييز مشر دوژلو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) په غاړه اخستې ده.

حمله کې دسخت زخمي کيدو وروستو حاجي سردار محمد دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته علاج لپاره رسول شوى ؤ، چې وروستو هغه هسپتال کې ساه ورکړه.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

دتحريک طالبان پاکستان يو وياند محمد خراساني دحملې پړه په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې دهغوي يوې ډلې دپيښور په يکه توت سيمه کې په کاميابۍ سره دپي ايم ايل(ن) مشر په نخښه کړى.

پيښور کې په ١٦م دسمبر دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دمسلم ليگ(ن) مشر اؤ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دتيزندي کولو په سزا دعمل درامد دبحالۍ اعلان کړى ؤ.

شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دروانو عملياتو اؤ دوزيراعظم له لوري دتيزندۍ په سزا دعمل درامد وروستو دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله په يو ويډيو پيغام کې دړکه کړې وه چې هغوي به دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) مشران اؤ سينئر غړي په نخښه کوي.

مُلا فضل الله په دغه پيغام کې وئيلي وؤ چې دهغوي پخوانى دښمن عوامي نيشنل پارټي وه خو اوس به دهغوي نوى هدف (ن) ليگ وي.

XS
SM
MD
LG